د کشمير مساله موږ پورې تړاو نه لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67264
سيد حسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2016-10-08

د مشاهد حسين و شزرا منصب په ځواب کې :
پنجاب دې د ټولو ((پښتنو، بلوڅانو، سنديانو او کشميريانو)) حق ور کړي. هېڅوک تاسو نور نه غواړي
د بوټو، ضياء، بابر وحميدګل خوبونه دې څوک نه ګوري. پنجاب بايد د خپل ظلم، وحشت ((بربريت) وغصب ځواب ووايی بېځايه محاسبه او د چا د برمتې خيالونه دې نور څوک نه کوي


مشاهد حسين سيد :
د کشمير د مسلې له هوارولو پرته افغانستان کې سوله نشي ټينګېدلی.
د ښاغلي مشاهد حسين سيد به يا پر ياد وي او يا نه؟ ځکه چې د غله عقل وحافظه په ښنګري کې وي. موږ چې کله د اتيايمو کلونو په اوايلو کې مهاجر شو د هغه وخت د ديکتاتور ضياء او د حکومت شعار دا وو چې موږ افغان مجاهدينو او مهاجرينو ته د اسلامي خواخوږۍ او بشر دوستۍ په بنياد پناه ورکړې. حال دا چې له امريکا، ملګرو ملتونو ، له عربي نړۍ او نورې نړۍ څخه يې لا دمخه د ځان تضمين او زموږ په تړاو مرسته ترلاسه کړې وه. د هغه وخت يو سترګه ور ((چشماټو)) اسلامپال چې بنګال خو يې پخپلو غولو لړلی وو، خو دا ځل ورته خپلې څارګرې ادارې يو ډول داسې شنې غولوونکې سترګۍ ورکړې وې چې له پنجابه يې د اسلام بيرغ په کريملين رپولو، خو د روسانو د سترګو په برګولو ورسره يې يو دم له څارګرې ادارې نه غول ووتل او سملاسي اسلامپال درملپلور سترګيو ((عينکو)) هم کار پرېښوولو او شمکوري پرې راغله چې بيا يې د اسلام بيرغ د کريملين پرځای پر آمو رپولو او د منځنۍ اسيا خوبونه يې ليدل، خو له هغې هم ولويد او بيا يې پر کابل رپولو غوښتل او ضياء د شکرانې لمونځ د کابل په پلخشتي جومات کې غوښت چې دا هيله يې ځانته له ګور سره يووړه، خو زوی يې د پلار پرځای د شمال ټلوالې په ملاتړ د پلار د شکرانې لمونځ پکې وکړ. حميدګل راته په ارګ کې ناست او درملپلور به راته په سروبي کې ناست وو او د خپلو بړېڅو او جنګ ګېرکو چرګانو ترمينځ به يې د سولې په نوم د دوی غمازي کوله.

ښاغليه ،
د افغانانو دا ټولې ناخوالې يادې دي او لا تر ذهنه يې وتلې نه دي. د زرداري په وخت کې چې امريکا د سلالې پوسته وويشته او پاکستان لا څه ان چې زموږ د ستر پاچا خان لمسي اسفنديار ولي خان پرې هم غبرګون وښوولو چې موږ به له اقوام متحده پورې منډه وکړو، خو پخپله خوا کې پنجاب ته يې بيا منډه څه ان چې ورته ويلی هم نه شول چې ته څه کوې؟
هغه پنجاب چې يو وخت يې پلار ونېکه دواړه په د زندان کې اچولي وو او نېکه يې دېرش کاله د پنجابي غاصب وظالم سامراج له لاسه په زندان کې تېر کړل او د اتمانزيو د نجونو ښوونځی يې هم ورته وربند کړ. تره ((کاکا)) يې د پنجابي سامراج د ظلم له لاسه په زندان کې خوب ويني او وايی چې :
د جېلخانې خوب (د زندان خوب)

خوب وينم عالمه! که يې څوک راکړي مانه (۱)
پروت يم سر مې اېښی د خپل يار په زنګانه
خوب وينم چې پورته په هوا لکه د باز شومه
کېناستم په بام د محمود سترګې د اياز شومه
پورته د خاموش زړګي نه خوږ د مينې ساز شومه
خر څه مې په حورو کړه د ډمو زمانه

خوب وينم چې ناست يم د جيندي (۲) په يخه غاړه
شاه مې سويلو کې لکه سره سمعه ولاړه
سري شونډې موسکۍ شوه ما تی (۳) وی چې ژاړه ژاړه!
څکه دې د زړه وينې دا شراب دي مستانه

خوب وينم چې باغ دی د ګلونو او ماښام دی
سرې سترګې ساقي د ساقي سرو ګوتو کې جام دی
لاس په سيتار پروت لېونی مست لکه خيام دی
اړئ (۴) پرې نرۍ نرۍ د مينې افسانه

خوب وينم چې سپينه سپوږمۍ پاس په خندا راغلله
ما له محبوبا په شرم شرم تر خوا راغلله
شونډو کې شراب او په کوکئ کې قضا راغلله
سور خمار يې راکړ پيمانه په پيمانه

خوب وينم چې پټ شوم په نسيم کې بهر لاړمه
خوا له د جانان لکه د مينې نظر لاړمه
سترګو د دلدار له لکه خوب د سحر (۵) لاړمه
يو شرنګ کې مې لوټ کړه د غمونو خزانه

خوب وينم چې زه لکه لولکه په سيل ووتم
پورته د نرګس نه شوم په خوا د رامبيل ووتم
تاو د سپينې غاړې د ليلا په اميل ووتم
پټ مې ورته ووی سلامونه جانانه

خوب وينم چې پورته لکه چيغه د منصور شومه
يا يو موټې خاوره وم يا لوی درياب د نور شومه
خو بانګ د سحر وشو زه راويښ شوم کر و کور شومه
خوب يوړل خوبونه را ژوندۍ شوه زمانه
وی پرېوزه لېونيه! تېروه دې جېلخانه! (۶)

عبدالغني خان
حيدر اباد جيل ۱۹۴۸ ز

ښاغليه ،
موږ ته د سلالې په پوسته کې د مولانا سميع الحق په شمول د ټولو ايمان جوت شو چې د پنجاب په يو شپېلک سره يې څنګه غوږونه بوڅ او په يوه پښه ورته سلامي شول. موږ ته د مولانا سميع الحق ايمان هم جوت شو چې د خپلې څارګرې ادارې په لمسونه څنګه د لوچک زرداري په خوا کې ودرېد او د ((دفاع پاکستان قونسل)) مشري يې پر غاړه واخېسته او نېغ رسنيو ته راووت او ويل يې چې :
((موږ په خلکو کې د امريکا پر ضد د جهاد جذبه راپورته کوو)).

د دغه پښتون ديني بنسټګر خبرې بيا د بل نامتو عالم له خبرو سره په سمون نه خوري. هغه وايی :
د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل (فکري شورا) مشر، د مولانا فضل الرحمان د گونديواستازي او د ملي اسمبلې غړي مولانا خان محمد شيراني د نوموړي شورا تر درې ورځنۍ غونډې وروسته رسنيوته ويلي دي، چې د پاکستان په ښوونيز(تعليمي) نصاب کې د قران کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونيزم پرخلاف خلک چمتو کړای شي.

دوی خپل کمونيست بوټو هېر کړی وو، خو زموږ ته شنه زمريان ول.

The Rise of Taliban
In Pakistan, a controversy cropped up between the politico-religious parties, which, however, ebbed down with the changing situation. Addressing a meeting of the workers of the Jamaat Islami at the Jamia Ahya-ul-Uloom, Prank, Charsadda on Feb. 19, 1995, Professor Muhammad Ibrahim, provincial Amir of Jamaat Islami, said “Taliban were organised by the European countries and backed by the communist forces who were paying 300 dollars to each member per month”. Similar statements were attributed in the press to Hikmatyar also. On the other hand Maulana Sami-ul-Haq, leader of Jamiat-ul-Ulama-e-Islam (S), considered this phenomenal achievement an honour for his madrassas which had produced the Taliban. Maulana Fazal Rahman also approved it, although silently.

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appreaed in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force”.

مولانا صاحب چې له برتانوي ديپلوماتانو سره کتل او هغوی دوی دواړه يې غوره کړل، په هغه وخت کې لکه چې د دوی الله تعالی هېر وو که څنګه؟ دا د جهاد جذبه چې نن يې دی خبرې کوي په هغه وخت کې چېرې وه چې د امريکا څارګرې ادارې پکې شامله وه چې برتانوي لوړپوړو چارواکو دوی غوره کړل؟

د دې ملايانو پورې هغه کمونيسته بېنظيره او لوفر څښتن زرداري يې بيا هم ښه ول چې کله ناکله به له بهرنيانو سره مخ شول او بهرنيو رسنيو ته به يې لږه سپينه خبره کوله ځکه چې هغوی ته خو يې دروغ نه شول ويلی، خو زموږ دغه د خپلې څارګرې ادارې له وېرې نه ډارېدونکي تر ننه پورې حقايق نه شي ويلی. بېنظيرې خو په زغرده ويلي وو :
طالبان د برتانيا طرحه ((پلان)) وو چې مالي ونظامي تمويل يې امريکا وسعودي کولو او روزنه يې زموږ وه او زموږ د اهدافو ((موخو)) لپاره کار کوي.

که د ښاغلي فرهاد علي خاور مرکې ته ولاړ شو چې د بابر سره يې کړې وه چې لته د هغه او د بېنظيرې د پلار ذوالفقار علي بوټو موخې روښانه دي :
• Destabilizing of Afghanistan.
• Burning and destroying of Afghanistan
• Weakling and weakening of Afghanistan

The Five Evils who destroyed Afghanistan
http://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/
Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:
Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.
Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan.
Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.


زموږ د ضياء خبره هم پر ياد ده چې :
The water in Afghanistan must boil at the right temperature.


د اختر عبدالرحمن او د حميدګل مو هم پر ياد دي چې :
کابل بايد وسوځول شي. کابل بايد وران شي. کابل بايد په وينو ولمبول شي.

پاکستان يوازې د القاعدې هومره کسان مونږ ته راکول چې زموږ اداره خوشاله وساتي.

Eventually, it is they who are going to be on our borders. We have to co-exist with them; we have to learn to live with them. Can we afford to have a hostile Afghanistan on our back? No, we cannot.
The collective wisdom of nation says we must continue to have good linkages with the Taliban. It is in Pakistan’s national interest, and I think everybody knows that is in Pakistan national interest.
بالاخره دغه طالبان دي چې زموږ پر پولو به پاتې وي او دا موږ يو چې بيا بايد ورسره ګډ ژوند کول زده کړو. او دغه دوه مخې تګلاره څنګه بربنډه شوه ؟ [حميدګل]

بروسيډل  :
د سي آی ای يو پخواني مامور بروسيدل وايی چې پاکستان د بوش اداره په ډېره چالاکۍ سره تير ايستله.
Pakistan a particularly general Musharaf played the Bush administration like a fiddle.

پاکستان او په ځانګړې توګه پروېز مشرف د بوش اداره په ډېر مهارت سره خطا ايستله. مونږ ته يې يوازې د القاعدې هومره کسان راکول چې د بوش اداره خوشاله وساتي. هومره نه چې القاعده دړې وړې شي او د طالبانو برخه خو يې هېڅ څه رانه کړل.

مشرف پوهېده چې له هرې غونډې نه وړاندې خپلې ذخيرې ته نور توکي ورواچوي. د مشرف او د بوش د کتنې په درشل کې به يې د القاعدې يو فعال راوويست چې دا دی څلورم کس، دا دی په القاعده کې درېيم کس مو ونيوه او په دې توګه به يې د انتقاد مخه ډب کړه.

په همدې مهال کې له اسلام اباد نه برېتانيا ته رسېدلو ريپوټونو هم د امريکا ادعا پياوړې کوله. ډګروال ريچارډ کيم Richard Kim د برتانيا د کابيني د استخباراتو پخوانی مشر وو چې د ايم آی شپږ (MI 6) او ايم آی پنځو (MI 5) له ادارو ريپوټونه ورته سپارل کېدل.

I think it was quite clear to us that the Pakistanis were playing very much a double game and a lot of …

زما په اند دا موږ ته تر ډېره څرګنده وه چې پاکستان دوه مخې لوبه کوي. ډېر هغسې چې يې ويل او يا يې کول د لويديزوالو د پام له امله يې کول او اصلي نيت يې دا نه وو.

د خلکو دا خبره هم پر ياد دده چې يو چا د چا د پوښتنې په ځواب کې داسې وويل :
د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.

زموږ د جهاد هغه منفعت نن دې ته ورسېدل چې موږ ته دې څوک د کشمير په مساله کې د برمتې خوبونه ويني. زموږه اعتماد او ستاسو سياسي موخې نن په زغرده دا جوتوي چې زموږ د جهاد مساله د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ نه، بلکې د سياسي موخو لپاره وه چې د وخت درملپلور به له انقلابه مخکې د درملپلورنې په پلمه غمازۍ ته راته او د پورته دريو ذکر شويو موخو لپاره به يې وړل راوړل کول چې اسلامي څېره يې له ورايه راجوتيږي.
http://www.taand.com/archives/15311

که موږ د الله تعالی کتاب ته سر ورښکاره کړو، نو هلته د ګاونډي د حقوقو او د هغوی د رعايت او چال چلند سپارښتنه شوې چې ((والجار ذی القربی (۱) والجار الجنب (۲) والصاحب بالجنب (۳))) د څنګ او د کوڅې د ګاونډي خيال ساتلو سپارښتنه شوې، نو مولانا صاحب د پورته موخو په تړاو څه وايی؟

ښاغليه،
زموږ دا خبره هم پر ياد ده چې متقاعد جنرال مسعود طلعت حسين په خپله يوه مرکه کې داسې ويلي وو :
د افغانستان مساله تر هغې نه حل کيږي تر څو د کشمير مساله حل شوي نه وي.

ستاسو اوسنۍ خبره چې امريکا ته تللي ياست چې د کانګرس پاملرنه د کشمير په تړاو راواړوئ او د خپلې خولې نور کارغان دې هم الوځولي دي، نو دا ستا خبره د پوځ د زړه اواز دی ((غوښتنه ده)) چې د ملکي سياستوالو ا و کله ناکله په زغرده د پوځيانو له خولې راوځي چې دوی څه غواړي؟


پايله ومشوره :
نړۍ دې پايلې ته رسېدلې چې په سيمه او نړۍ کې د بيثباتۍ مخينه او ريښه تر تاسو دررسيږي او په بېلا بېلو بڼو پکې ښکېل ياست. دوه مخي مو هم نړۍ ته جوته شوې چې کړه وړه او وينا مو سره توپير لري. نړۍ ته نوره دوکه وفريب نه شئ ورکولی تر څو له خپلې هغې زړې پالېسۍ چې د ګاونډيو او هم د نړۍ او هم خپله ستاسو په خير نه ده تېر شئ او د بېځايه محاسبې خوبونه نور مه وينئ او مه د خلکو د برمتې خيال کوئ.

نړۍ دې پايلې ته رسېدلې چې که موږ يو له بل سره خوا په خوا په سوله او ارامه ژوند وکړو، نو دوه انتخابه دي :
• يو دا چې پاکستان بايد په سيمه ييزه او نړيواله کچه منزوي شي.
• دويم دا چې پاکستان بايد غير اتومي شي.

له کله راهيسې چې پاکستان اتومي شوی، نو په سيمه او نړۍ کې بېثباتې زياته شوې، نو د دې لپاره چې پاکستان د خپلو غلطو پالېسيو نه راوګرځول شي، نو بايد پر دې دوو ټکو باندې تمرکز وشي.

د ښاغلي زلمي خليلزاد د خبرې پر استناد افغانان حق لري چې له پاکستانه د خپلو غلطو پالېسيو او د دوی له لورې پر افغانانو د راتپل شوې جګړې له امله په ملګرو ملتونو کې د تاوان غوښتنه او د جنګي جرايمو غوښتنه راپورت کړي. پاکستان خپلو غلطو پالېسيو نن دې کچې ته رسولی چې منزولي او له اعتباره لويدلی دی.

په درنښت

پاکستان: که امریکا مو نه اوري، چین او روس ته به مخ واړوو
http://www.bbc.com/pashto/world/2016/10/161007_gng_pak_kashmir_usa