سعودي عربستان به هرکال ۴۰۰ بورسونه افغانستان ته ورکوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67291
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-10-19

 د سعودي عربستان د شاهي هیواد د تعلیم او تربیې وزیر ډاکټر احمد عیسی د  عبدالله عبدالله سره په لیدنه کي وویل، چی دوی به له دې وروسته هر کال افغان محصلینو ته ۴۰۰ د لوړو زدکړو تحصیلي بورسونه ورکړي.

نوموړي په دې لیدنه کي زیاته کړه، چي حکومت به یې سمدستي په تعلیمي چارو کي د لازمي همږغۍ د ایجاد په موخه په کابل کي خپل سفارت ته د تعلیمي څانګي یو مؤظف شخص وټاکي.