غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67300
فضل الرحمن عليزی
دخبریدو نیټه : 2016-10-19

غزل

يـو غـم خـپـل بـل د هـغـې، ورســره ژاړم

 هــمـېـشـه را شــي د شـپـې، ورسـره ژاړم 

زما زړه خو لکـه جــام د مـــيـنـې ډک دی

غم چې سـتـا راشي دلـــې، ورســــره ژاړم

زه او زړه چــې کلـــه دواړه ســـو يــــوازې

بـس کـيسـه کــوو د يــوې، ورســـره ژاړم

عــجبـه ده چې  دوښـمن مي هم مړکيږي

بـس، نــو زمـا خـېژي سولګې، ورسره ژاړم

يار چې هرڅو له ما لـيـري، لـيـري ګـرځـې

بــس چـې نـه راځــې نــژدې، ورسـره ژاړم

دې, عليزي کې خو, بې مينې نور څه نشته

راتــه ښـــکارې عـــلامـې، ورســره ژاړم

نوی ښار/ کابل