یورش: افغان ځواکونو د فاریاب غورماچ ولسوالي بېرته ونیوله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67304
Samoon
دخبریدو نیټه : 2016-10-21

د فاریاب د پولیسو ویاند عبد الکریم یورش رسنیو ته وویل د ولسمشر د لومړي مرستیال عبد الرشید دوستم په مشرۍ په پوځي عملیاتو کې تېر ماښام د غورماچ د ولسوالۍ ودانۍ او بازار تصفیه سوي دي. د فاریاب پولیس وايي، په غورماچ کې هغه ۱۶ پوستې چې وسله والو نیولې، هم بېرته نیول سوي دي. د فاریاب غورماچ ولسوالۍ شاوخوا لس ورځې وړاندې سقوط کړی و.