هلمند مدني ټولنه: جګړو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67313
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-10-22

هلمند مدني ټولنه: جګړو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې د هلمند مدني ټولنې مسؤلين وايي، د هلمند په وروستيو جګړو کې ګڼو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغې ټولنې مشر سردار محمد وايي، وروسته له هغه چې جګړه د لښکرګاه تر څنډو راورسېده ډېری خلکو خپل کورونه پرېښودل او نورو سيمو ته کډوال شول. همدرد وايي، د دوی د مالوماتو له مخې د ښکېلو غاړو له لوري ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه روانه جګړه کې د عامو خلکو وژل کېدل او ژوبل کېدل جنګي جنايت وباله. سردار محمد همدرد وايي، د هلمند په يو شمېر سيمو کې خلک له قحطۍ او لوږې سره هم مخ دي. نوموړی وايي، له يوې خوا هوا په سړېدو ده او بل خوا د جګړو له امله خلکو خپل کورونه پريښي دي. دی وايي، ښکېلې خواوې د خلکو کورونه هم د سنګرونو په توګه کاروي. د هلمند مدني ټولنې غړي له دواړو غاړو غوښتنه کوي چې د ولسي خلکو ژوند ته دې جدي پام وکړي. دوی له اړونده ادارو غواړي چې د عامو خلکو د ژوند د خونديتوب لپاره دې سر له اوسه غم وخوړل شي.