له دُنيوي عذاب څخه د خوندي کېدو اسباب (۵) او آخري برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67339
مولوي عصمت الله عزام
دخبریدو نیټه : 2016-10-31


نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد : 

شپږم حکم : فَلَوْلَا كَانَ مِنَ الْقُرُونِ الآية ، دی . 

امر بالمعروف او نهي عن المنکر د عذاب د دفع کېدو يو مُهم سبب دی  .  

الله تعالی فرمايي : فَلَوْلَا كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِنْ قَبْلِكُمْ أُولُو بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًا مِمَّنْ أَنْجَيْنَا مِنْهُمْ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَا أُتْرِفُوا فِيهِ وَكَانُوا مُجْرِمِينَ (سورة هود : ۱۱۶)

ژباړه : نو ولي په هغو قومونو کي چي تر تاسو مخکي تېر شوي دي، د خير خلگ موجود نه وو، چي نور خلگ يې په زمکه کي له فساد کولو منع کړي وی، پرته له لږو کسانو چي موږ هغوی له هغو قومونو څخه وژغورل . 

او ظالمان په هغو خوندونو پسې شول چي د هغو وسايل پرېمانه ور کول شوي وو او هغوی مجرمان وو !! 

يعني دا ضروري وه چي په وړاندينو هلاک شوو امتونو کي د عقل د خاوندانو يوه ډله موجوده وی چي هغوی يې له بدو کارو منع کولی، څو په دې سره  د الله پاک له عذاب څخه ژغورل شوي وی، ځکه الله پاک يو قوم يوازي هغه وخت هلاکوي کله چي فساد، ظلم او گناوي په اکثريت کي عام شي، خو ليکن په دوی کي يوازي لږ داسي ضُعفاء او کمزوري خلگ وو، چي خبره يې نه اورېدل کېده، خو کله چي عذاب راغی، دغه کمزوري خلگ بچ شول، ظالمان او مفسدين هلاک شول .  

په دې آيت کي د دې اُمت هڅونه ده چي په دوی کي بايد داسي د خير خلگ وي چي خلگ له بدو منع کوي او د ښو په لور بلنه ور کوي، څو له داسي برخليک سره مخ نه شي د کوم سره چي پخواني خلگ مخ شوي وو.

نو له دې آيت څخه معلومه شوه چي له بدو منع کول له عذاب څخه د خلاصون سبب دی .

په دې اړه نور هم زيات آيتونه او حديثونه شته چي له هغو ټولو معلومېږي چي امر بالمعروف او نهی عن المُنکر د عذاب په مخنيوي کي مؤثر سببونه دي .  

۱۵ : بل سبب د عذاب د دفع کېدلو خاص دی، يوازي د کافرانو سره اړه لري او هغه دا چي الله - جل جلاله – له  کافرانو عذاب له دې امله دفع کوي چي په دوی کي مسلمانان اوسي . 

لکه څرنگه چي د حُديبيې د صُلحي له واقعې معلومېږي چي الله تعالی دا خبره داسي بيان کړې ده :  وَلَوْلا رِجَالٌ مُؤْمِنُونَ وَنِسَاءٌ مُؤْمِنَاتٌ لَمْ تَعْلَمُوهُمْ أَنْ تَطَأُوهُمْ فَتُصِيبَكُمْ مِنْهُمْ مَعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَاباً أَلِيماً( سورة الفتح : ۲۵ ) 

ژباړه : که ( په مکه کي ) داسي مؤمن نارينه او مؤمني ښځي موجودي نه وی، چي تاسو هغوی نه پېژندل ( چي هغوی مسلمانان دي، که دا خطره نه وه : ) چي تاسو  به هغوی ( په ناخبرتيا سره د کفارو سره يوځای ) پايمال کړئ،( نو الله - جل جلاله – به دجهاد حکم در کړی وی او د جنگ مخنيوی به نه وی شوی، مخنيوی وشواو له دوی عذاب وځنډول شو ) د دې لپاره چي الله – تعالی – چي چا ته وغواړي په خپل رحمت کي ئې داخل کړي،( په داسي توگه چي مؤمنان د کافرانو له منځه وباسي او له کافرانو څخه ډېر کسان اسلام ته وگرزوي ) که هغه مسلمانان ( له کافرانو څخه )

 بېل شوي وی، نو له دوی ( د مکې له خلگو څخه ) چي څوک کافران شوي وو، هغو ته به مو خامخا دردناک عذاب ور کړی وی !! (يعني تاسو به مو پرې مسلط کړي وی او هغوی به مو په عبرتناکه توگه وژلي وی ) .   

په دې مبارک آيت کي الله - جل جلاله – په حُديبيه کي د جنگ د اجازت د نه ور کولو وجه بيان کړې او هغه دا چي د دوی په منځ کي څو مسلمانان اوسېدل، چي په اړه ئې تاسو معلومات نه درلودل، نو که جنگ

شوی وی، هغوی ته به زيان رسېدلی وی، تاسو به په ناخبرتيا سره وژلي وی، په دې چي تاسو نه پېژندل چي دا مسلمانان دي . 

حضرت جنيد بن سبع انصاري - رضی الله عنه -  هم په هغو مؤمنانو کي وو چي په مکه مکرمه کي اوسېدل، دی په مکه کي د مېشتو مسلمانانو د شمېر په اړه فرمايي : 

كنا ثلاثة رجال وتسع نسوة، وفينا نزلت: { وَلَوْلا رِجَالٌ مُؤْمِنُونَ وَنِسَاءٌ مُؤْمِنَاتٌ ( قال الهيثمي : رواه الطبراني بإسنادين رجال أحدهما ثقات مجمع الزوائد ص : ۲۳۶ ج : ۷)

ژباړه : موږ درې نارينه وو او نه (۹) ښځي، او زموږ په اړه : وَلَوْلا رِجَالٌ مُؤْمِنُونَ وَنِسَاءٌ مُؤْمِنَاتٌ } نازل شوی دی !! 

دا په داسي حال کي چي د آيت په سر کي الله - جل جلاله – هغه اسباب بيان کړي چي له امله ئې بايد د مشرکينو سره جگړه وشي، هغه دا چي کفر يې کړی، رسول الله - صلی الله عليه وسلم -  او د هغه سره ملگري يې له مسجد حرام څخه منع کړي چي هغوی د حج او عُمرې لپاره ورشي . 

خو بيا هم له دوی سره د جگړې حکم الله پاک په دې ور نه کړ چي هلته مېشتو مسلمانانو ته په ناخبرتيا او تېروتني سره زيان و نه رسېږي . 

معلومه شوه چي په دُنيا کي پر کافرانو هم کله کله عذاب له دې امله نه راځي چي د هغوی په سيمه کي مسلمانان مېشت وي .

دا ځکه چي مسلمان د الله تعالی سره د ډېر زيات قدر او عزت خاوند دی . 

که دغه اسباب عملي شي، نو ان شاء الله تعالی نه يوازي دا چي له دُنيوي عذاب څخه به مو الله پاک وساتي، بلکي له اُخروي څخه به مو هم وساتي . 

الله پاک دي د عمل توفيق راکړي آمين يا رب العالمين . 

وصلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين