په ننګرهار کې له شپږ څلوېښت داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67352
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-11-03


.
 

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس غلام حيدرفقيرزی وايي:له اچين،کوټ ،چپرهار او سره رود ولسواليو څخه له را بې ځايه شويو شپږڅلوېښتو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه.

فقيرزی وايي:هره کورنۍ له څوارلس زره افغانيو نغدي مرستې برخمنه شوه ،چې دوه کورنيو ته له نغدي مرستې سربېره دسرپناه دستونزې دحل په موخه يوه - يوه خېمه هم ورکړل شوه.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو رئيس زياتوي په روان لمريزکال کې دوی ته يوولس زره کورنۍ عارض شوي ،چې نږدې نيمايي برخه يې پچيراګام ولسوالۍ بې ځايه شوي جوړوي