په هلمند کې د اريانا تلويزيون خبريال ووژل سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67354
خبریال: احمدالله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-11-04

د هلمند په مرکز لښګرګاه کې د افغان خبريالانو پر موټر د ماين چاودنه سوې چې په ترڅ کې یی د اريانا تلويزيون خبريال نعمت الله زهير وژل سوى دى. په هلمند کې د پژواک خبري اژانس خبريال زين الله ستانکزي وویل (( موږ سهار شاوخوا لس بجې د دويمې حوزې د جګړې کرښې ته روان وو چې د سره ګودر په سيمه کې زموږ پر موټر چاودنه وسوه.)) ستانکزى وايي چې د چاودنې پرمهال د اريانا تلويزيون خبريال نعمت الله زهير وژل شوى او د يو بل سيمه ييز تلويزيون موټر چلوونکي ټپي شوى دى. هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې په دې وروستيو کې جګړه د ولايت مقام لس کيلومټرې ته رسيدلې ده.