له کندهار محبس څخه ۳۹ بنديان ازاد سول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67360
خبریال: احمدالله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-11-07

ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۵ ګڼي فرمان له مخي هغو بنديانو د خوشي کېدو په اړه چي د بند کمه موده يې پاته وي، د کوچني اختر په مناسبت فرمان صادر کړی وو چي له مخي يې نن غرمه د ۴ مېرمنو په ګډون ۳۹ بنديان خوشي سول او د ۵۳ بندیانو د بند په موده کي کموالي راوستل سوو. د کندهار د ولایت مقام څخه په را استول سوي خبرپاڼه کي ویل سوي چي د دغو بنديانو دوسيې ځنډېدلي وې چي د مرستيال والي او استيناف څارنوال په هلوځلو بشپړي سوې او له تکميلېدو سره سم بنديان خوشي سول. سرچینه وايي چي د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د بنديانو د خوشي کېدو په مراسمو کي وويل چي د دوی دوسيې د ځينو ستونزو له امله ځنډېدلي وې او له بشپړېدو سره سم بنديان ازاد سول. خبرپاڼه وايي چي نوموړي د محبس له کارکوونکو څخه مننه وکړه چي له بنديانو سره سم چلند کوي او د دوی د مراقبت چاري په سمه توګه مخته وړي