غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67379
فضل الرحمن عليزی
دخبریدو نیټه : 2016-11-13

غزل
زه او تـــه پــه وجــود ښـه په زړه کې يو، يوو
کـه تــه زه شـې او زه  تــه پــه زړکې يو، يوو
سپين او تور چې د يوه ديد له پاره کار کړي
که موږ خوږ کاندي بـاڼه په زړه کې يو، يوو
مــوږ د ټــول جــهـان وګــړي چې اوسېـږو
پـه قـبلـه پـه لـمر خــاتـه په زړه کې يو، يوو
چې پـه نـنـګ بـانـدې سـرونه نــذرانه کړي
عـجـيبـه دي پـښتـانـه پــه زړه کـې يو، يوو
مـوږ د ژونـد لـه پـاره کار کـړو پـه دوه رنـګه
مـوږ که اور يـو  کـه اوبـه په زړه کې يو، يوو
زمــوږ درد لــکه د يـوه لاس پـنځـه ګــوتې
په ښکاره خـو يوو پنځه په زړه کې يـو، يوو
نوی ښار، کابل
۱۳۹۵ / ۸ / ۱۹ نېټه