رښتیا دیموکراسي ده؟!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67382
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2016-11-13

طنز

 

بې غیرته ښکنځل لکه عورته خوري
 دهر واکمن لخوا مېنځي ګوته خوري
 بېغیرته لکه پلاستکی ګیندګردی دی
 هر چیری هر کله د هر چا لغته خوري
***
ستا دنده ده لیري کول د وزیرانو
 دوزیر دنده ده ګرځیدل په روغتونانو
 ګرانه باتوره په وزیرانو دي زور نه رسي
 د خرو په ځای دوړه باسې دهغوله پالانو
***
د«کری» نوم د ارګ په خبرو کې ولس دی
 نه پوهیږو آیا ټاکنې کار د پردي او دووس دی
 دامریکا نوی نوم په سیاست کې وطن دی
 دخدای لپاره نور ددې کنایو کارول بس دی
 ولس ( کری ) دا غواړي او وطن (امریکا) دا غواړي
 په دې سیاسي خبرو پوه دلته هر کس دی
 سیاستمندان اوس دا کلمې ډیر ي کاروي
 د ټول ملت ویل موخه یوازې یونا کس دی
 د ایزکانو باچا لا وي تر ټولو غیرتمن ایزک
 احساساتی ډارن مشر زمری د سرکس دی
***
ږغ مه لره دیموکراسي ده
 دولت نسه لوبه د بزکشي ده
 دواړه خوا ته ورورکشي دی
 په کاسه کې ګوله ویشي ده
 یانی لوبه روانه دغوسي ده
 ږغ مه لره سمه وطنفروشي ده