ورځه رب ته دغه ټولې کيسې وکړه !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67384
اسدالله غيرت
دخبریدو نیټه : 2016-11-13

 / پکتيا
ځه نو ، چاته ته په تمه يې شهيده !
ورځه رب ته دغه ټولې کيسې وکړه
ورته ووايه چې داسې درته راغلم
ته مې وينې ، ته مې ګورې
اندامونه مې خواره واره پراته دي
ديوالونه مې په وينو باندې سره دي
ورځه رب ته دغه ټولې کيسې وکړه
د هېواد د بې احساسه حاکمانو
د بشر د تش په نوم ټيکدارانو
د نړۍ د پرديپالو مسلمانانو
ورځه رب ته دغه ټولې کيسې وکړه
ځه نو . چاته ته په تمه يې شهيده ؟
دلته ستا د زړه سوي څوک دي ؟
بې له خاورو له طوپانه
چې په سر درته تاويږي
ستا پر خال باندې ژړيږي .
پای
۱۳۹۵-۸-۱۵