د افغانستان د کار او ټولنیزو شهیدانو او معلولینو چارو وزیره نسرین اوریاخیل کندهار ته د یوه رسمي سفر په ترځ کي راغلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67410
Ahmadullah Samoon
دخبریدو نیټه : 2016-11-22

د افغانستان د کار شهیدانو او معلولینو چارو وزیره نسرین اوریاخیل کندهار ته راغلي او وايي چي په کندهار کي به ددي وزارت اړوند ټولي چاري ارزیابي کړي او د شته ستونزو د حل په موخه به اقدام وکړي. اوریاخیل وايي چي کندهار ته يي د سفر موخه په کندهار کي د کاراو ټولنیزو چارو د ریاست له کارونو ارزیابي او جاج اخیستل دي. وزیره وايي چي په کندهار کي به دیاد وزارت د کارونو د ارزیابي ترڅنګ هغه ستونزي چي ددي وزارت اړوند سته د حل لاري ورته پیدا کړي. په کندهارکي ډیری لوستی او نا لوستي ځوانان د بي کاري څخه په شکایت دي او وايي چي افغان دولت باید دوي ته د کار زمینه برابره کړي. نسرین اوریاخیل وايي چي د کاراوټولنیزو چارو وزارت ځوانانو ته کار نه پیدا کوي بلکي د کار پالیسي ورته جوړي. اوریاخیل هم مني چي د هیواد به سطحه بي کاري زیاته ده خو وايي چي یوشمیر سکتوري وزارتونه لويي پروژي په پلان کي لري چي په شروع کیدو سره به يي د بي کاري ستونزه تر یوه حده حل سي. ویل کیږي چي د کاراوټولنیزو چارو وزیره به په کندهار کي ځینو پروژو د پرانیستني تر څنګ د کاراوټولنیزو شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته نوي رئیس هم معرفي کړي.