نا معلومو وسله والو څلور تنه ملکي وګړي په شهادت ورسول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67425
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-02

 

د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ اړوند د دولتزو په سيمه کې نن شاوخوا نهه بجې نا معلومو وسله والو، چې پر موټر سايکل سپاره و څلور تنه ملکي وګړي، چې ټول نارينه او لويان دي په شهادت رسولي او له سيمې تښتيدلي..

د معلوماتو له مخې ياد کسان اصلي د پچير اګام ولسوالۍ اوسيدونکي، چې د جلال اباد نه چپرهار ولسوالۍ ته روان و او په ياده سيمه کې نامعلومو وسله والو په شهادت ورسول.

دغه پیښه د ننګرهار چارواکي هم تایدوي  او وائې چي د پیښي په اړه ئې پلټني پیل کړي دي