د پکتیکا والي وائې چي ټولي غصب سوي مځکي بیرته په دولت پوري تړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67426
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-02

د پکتیکا والي محمد لیاس وحدت وویل: ولایتي اداره ژمنه ده چې  ټولې هغه دولتي ځمکې به بیرته دولتي کوي چې د زورواکو له لوري غصب شوې دي.  ده د غه خبرې نن  د دغه ولایت د ارګون ولسوالۍ له مخوروقومي مشرانو سره په لیدنه کې وکړې.

نوموړي وویل چي دولتي ځمکې د دولت دي او هیچا ته یې د غصب کولو اجازه نه ورکوو.

وحدت وویل: د شخړو د هواري په موخه یې د شخړو د هواري کمېټه جوړه کړې چې ستاسو ټولې ستونزې او غوښتنې به له نیږدې اوري او هغو ته به د حل لارې چاري لټوي.