بزکشي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67427
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2016-12-02

طنز
 
  چرچیل وایي که غواړې یو وطن کړې اشغال
 اصیل وطنفروشان په جاهلو خلکوحاکم کړه
 نه ستا عسکرو ته اړتیا سته نه لوی ځواک ته
 په خپلو خروخلکو هغه وطن دځان خادم کړه
***
بزکشي ته عین وغین وحدت وایي
 دې انارشي ته دواړه خدمت وایي
 خدای دی مو ساتي ددوې د وجدانه
 وطنفروشي ته جهاد او مقاومت وایي
 دویاندانو په سترګو کې یې شرم نسته
 داسې ویاندانو ته خلک مخنث صفت وایي
 دډالره لپاره د خپل هر څه تیر یږي هر څه
 څوکۍ ته د نه ټینګیدو کچې ته غیرت وايي
***
د پښتون ملاتړ کوم دردلیدلی کام دی دپښتون
 دا پنځلس کاله کې وژل سوی کام دی دپښتون
 عجبه دا چي ولسمشران مو وه ټوله پښتانه
 نظار ته تر اوسه هر مړ مشر غلام دی د پښتون