د ښايستونو او ښګلاګانو نړۍ!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67431
سليمان،زهیر
دخبریدو نیټه : 2016-12-02


 کله چې د خپل چاپيريال رنګينيو، ښايستونو او جوړښتونو ته ځير شم، نو د دې کايناتو د ټولواک او ساتونکي عظمت ته په سجده پريوځم، چې خدايه ! ستا له قدرتونو نه ځار، ستا پر ځمکه ستا پر بنده ګانو د شويو نعمتونو او پيرزوينو نه ځار؛ ستا په کايناتو کې دا بې سياله او بې جوړې نوښت او جوړښت د دې ښکارندوی دی، چې ته له هغې ډير ډير ستر او عظيم يې، چې موږ يې تصور کوو.
د سليم عقل خاوندان که يواځې د ځمکې پر مخ په غوړيدلي نظام کې د هغې پر ښګلاګانو څو شيبې غور وکړي، ضرور به د دې نظام په جوړښت کې داسې څه پيدا کوي، چې د تل دپاره به د هغه/ هغې د سعادتمندۍ مشال وي؛ د همدې تفکر او تعقل پايله به د دغه انسان د تلپاتې بې لارۍ او ګمراهۍ نه د بچ کيدلو او ساتلو په قيمت منتج کيږي.
الله اکبر!!
خدايه! ته له هغې ډير ډير لوړ او عظيم يې، چې موږ يې تصور کوو، خدايه ته د خپلو نعمتونو او پيرزوينو په څپو کې موږ له سمې لارې مه کږوه، راته هدايت او لارښوونه وکړه، پر نيغه لار د پاتې کيدو توان او توفيق را، د دې بې معنويته نړۍ مصائيبو ته مو يوازې او تنها مه پريږده