په ننګرهار کي د غلا پنځه مخابراتي دستګاوي ونیول سوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67440
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-06

د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيه کې پوليسو د مخابراتو رياست په همکارۍ د روحاني په نوم يو مېلمستون کې د سيم بکس پنځه دستګاوې او نور وسايل کشف او ترلاسه کړل.

په نيول شوو وسايلو کې دوه پايې کمپيوټرونه، يو هوايي سويچ، دوه موډيمونه، يو فلش، يو انتن، ۲۴۵ بېلابېل ډول سيم کارتونه، اووه چارجرې او نور شامل دي.

د دغو دستګاو په تور د هارون او غلام نبي په نوم دوه تنه هم نيول شوي، چې تر پوښتنو لاندې دي.