یمګان کې ۲۲ تړلي ښوونځي بېرته پرانېستل کېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67449
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-07


 

د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د امنیتي ستونزو له امله ۲۲ بابه تړلي ښوونځي د راتلونکي ۱۳۹۶ ښوونیز کال له پیل سره سم د زده کوونکو پرمخ پرانېستل کېږي.
یاد ښوونځي چې له تېر یوه کال راهیسې د ناامنیو له امله تړل شوي و، د یمګان ولسوالۍ د قومي مشرانو او دیني عالمانو د ژمنې او له پوهنې څخه د ملاتړ شوراګانو په مرسته بېرته پرانېستل کېږي.
ددې ښوونځيو له پرانېستې سره د یادې ولسوالۍ  زرګونه زده کوونکو ته، چې نژدې نیمايي یې نجونې دي د بیا زده کړو اسانتیاوې برابرېږي.