په لوګر کي یو سټیدیم په اساسي ډول رغول سوي او ګټي اخستني ته وسپارل سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67452
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-10

سټيډيوم د پرانستې په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدايي، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظيمي او ورسره راغلي هئیت ، د تربیت بدني عمومي ریاست مرستیال، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی حاجي اکبر ستانکزی، د ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غیرت او غړو، ولایت امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزی ، ورزشکارانو، د دولتي دوایرو مسؤلینو، او ګڼ شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و .                                                           

 د لوګر ورزشي سټيډیوم په اته جریبه زمکه کې جوړشوی، په دې سټيډیوم کې د فوټبال، والیبال، باسکیټ بال او منډې وهلو میدانونه شته، چې په یوه وخت کې ۳۲۳۸ تنو د ځائیدو ظرفیت لري، په دې سټيډیوم کې یو دوه پوړیز تعمیرچې پکې د لباس د بدلولو، انتظار، عاجل، ساتونکو، خونې او په دوهم پوړ کې د میلمنو او اداري  خونې موجودې دي.

یاده پروژه په ۱۳۹۱ کال کې د داوریان ساختماني شرکت او مخدره توکو پر وړاندې د وزارت له لورې پیل شوې وه، چې باید په ۱۲ میاشتو کې د قرارداد له مخې تکمیل شوې وای، اما یاد شرکت و نه توانېد چې په ټاکل شوې نېټه کې کار تکمیل کړي، چې د تدارکاتو د قانونو له مخې ورسره قرارداد لغوه شو، چې تر درې کلونو پورې یې چارې په ټپه ولاړې وې.

ددې پروژې ټول لګښت ۶۴۸۶۹۵.۹۸ شپږلکه اته څلوېښت زره شپږ سوه پنځه نوي  امریکايي ډالر دی.

ددې پروژې د کار پر مهال په لوګر ولایت کې ۷۲۰۰ تنو کارګرانو د موقتي کار زمینه مساعده شوې ده.