په پکتیکا کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67456
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-10

 

د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په احمد اباد سیمه کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي د بنسټ ډبره د شنبې په ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال کېښودل شوه.
په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا ولایت والي محمدالیاس وحدت ترڅنګ ګڼ شمېر چارواکو ګډون کړی وو.

د پکتیکا والي وایي چې په یاد ولایت کې د ښوونځيو په ځانګړې ډول د نجونو ښوونځیو د ودانیو برخه یې په لومړیتونو کې ده او هڅه کوي چې په دغه برخه کې شته ستونزې هوارې کړي. د ښوونځيو لپاره د ودانیو نشتون او دښځینه ښوونکو کموالی په پکتیکا کې د ښوونیز بهیر پر وړاندې عمده ستونزې یادوي.
نوموړی وایي چې د یادو ستونزو د حل په موخه یې له اړونده وزارت او نورو مرسته کوونکو بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې او هیله من دی چې په دې برخه کې ورسره لازمې مرستې ترسره شي.