هلمند مدني ټولني هلمند کي دفساد پر ضد دمبارزې نړيواله ورځ ولمانځل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67457
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-10

هلمند مدني ټولني ديوي پراخي غونډي په لړکي دفساد پر ضد د مبارزې نړيواله ورځ په داسي حال کي ولمانځل چي د حکومتي چارواکو ترڅنګ پکښي دپوهنتون استادانو،ولایتي شورا وکيلانو، قومي مشرانو،دټولنيزو شورا وکيلانو او ګڼ شمير ځوانانو ګډون کړي وو.

غونډي ته دهلمند مدني ټولني مشر سردار محمد همدرد وویل چي د فساد سره مبارزه يې دلومړيتوبونه څخه ده او د هر فساد پر وړاندي به خپل مبارزه دوام داره ساتي او د غونډي له برخوالو يې وغوښتل چي په دي کار کي ملاتړ وکړي او خپله اسلامي او ايماني وجيبه ترسرکړي.

همدا ډول هلمند والي حیات الله حیات ژمنه وکړه چې دفساد پرضد به کلکه مبارزه کوي چې دخپلو لاسته راوړنو دبیلګي په توګه یې وویل دهلمند پخوانی امنیه قوماندان او پخوانی ښاروال یې څارنوالۍ ته ور پیژندلي.