چارواکي: ارزګان کې ۱۸ وسله‌وال طالبان وژل سوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67460
سمون
دخبریدو نیټه : 2016-12-11

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د افغان ګډو ځواکونو په هوايي اوځمکني عملیاتو کې ۱۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲۵نور ټپیان شوي دي. د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي نن رسنیو ته وویل چې دا عملیات په تېرو دوو ورځو کې ترسره شوي دي. نوموړي وویل چې د دغو عملیاتو پرمهال يې د مرکز ترینکوټ اړوند د تالاني سېمې ځيني برخې له وسله‌والو طالبانو نیولي دي. خو وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.