د کندز د ترانسپورټ ریاست عواید ۱۱سلنه لوړ سوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67461
سمون
دخبریدو نیټه : 2016-12-11

د کندز د ترانسپورټ رئیس وایي، د روان کال په تېرو ۹ میاشتو کې د دې ریاست په عوایدو کې ۱۱ سلنه ډېروالی راغلی دی. سید جواد جیلالي نن رسنیو ته وويل سره له دې چې سږکال د کندز ښار سقوط وکړ او په دې ولایت کې اقتصادي او سوداګریزې چارې هم له ستونزو سره مخامخ وې، خو بیا هم دوی توانېدلي چې د دې ادارې په عوایدو کې ډېروالی رامنځه کړي. ښاغلي جلالي همداراز وویل چې د مسافر وړونکو او باروړونکو وسایطو څخه د حق العبور را ټولولو، د موټر چلونکو له غیر قانونې چلند، د خط سیر د کتابچو د وېشلو، د ترانسپورټې خدمتونو له لارې همدارنګه له شېرخان بندر څخه د سوادګریزو توکو له انتقالاتو څخه دوی دغه عواید ترلاسه کړي دي.