د کندهار اوسېدونکي خپلي فردي ستونزي له کندهار والي سره شريکي کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67465
احمدالله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-12-13

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي نن له سهار څخه په نوبتي ډول له عامو خلکو سره د هغوی د غوښتنو او ستونزو د هواري په موخه تر غرمي پوري وليدل. نن په دغه ناسته کي لسګونو کسانو د مځکو د غصب، بنديانو، د بېلابيلي حقوقي ستونزي او غوښتني له کندهار والي سره شريکي کړې. دغه کسان چي ښځي هم په کښي شاملي وي خپل د ستونزو په اړوند له کندهار والي سره وږغیدل او غوښتنه يي وکړه چي ستونزي يي ورته حل کړي. کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي ددغو کسانو سره د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته سمدستي ځينو ادارو ته عريضې راجع کړې او هم ورسره ټلیفوني اړیکو له لاري تماس ونیوه تر څو اړوندي ادارې په جدي ډول اقدامات وکړي او د خلکو ستونزي هواري کړي. یاده دي کندهار والي هره سې شنبه په مخامخ ډول د خلکو فردي ستونزي، غوښتني او عرايض اوري او د هواري لپاره يې اړوندو ادارو ته سمدستي ټليفون کوي يا عرايض ورته راجع کوي.