پکتیکا والو له خپل نظام او امنیتي ځواکونو پراخ ملاتړ وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67468

دخبریدو نیټه : 2016-12-17

د پکتیکا ولسونو دیوې پراخې غونډې پرمهال له افغان دولت او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ.

د پکتیکا ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکو دشنبې په ورځ دیوې پراخې غونډې په ترڅ کې د افغان دولت، امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ څرګند کړ او په ورته وخت کې یې دسولې فرهنګ د دودولو ژمنه وکړه.

دوی د سرتېرو د تشویق په موخه ددوی په غاړو کې د ګلانو هارونه واچول.

په مراسمو کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت ترڅنګ، دولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، متنفذینو او ځوانانو برخه اخیستي وه.

د پکتیکا ولایت قومي مشرانو د هېواد دبقا او ارامۍ په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو وروستۍ سر ښېندنې د ستاینې او قدر وړ یادې کړې او زیاته یې کړه چې ددوی ولسي ملاتړ به یې همېشه تر څنګ وي.