مونږ او زده کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67469
هدایت فــرید
دخبریدو نیټه : 2016-12-17


مونږ او زده کړه
 زده کړه د هر انسان یوه بنسـټیزه رښته ( حق) ده. زده کـړه ژونـد دی، ناپوهـي په ژونـدونې مـرګ دی. زمونږ د وروســـــــــــته پاتـې کېـــدو يو ستر لامل د زده کړې نه تر لاسه کول دي. زمونږ ډېر هـېوادوال لـه زده کړې بې برخې دي، ځینې ورسره لېوالتيا نلــري او ځینې هم زده کړې کوي خو ګوډې ماتې.دا په دې مانا زمونږ ډېری هېوادوال تر لسم، یوولسم... ټولګي پورې زده کړې په ډېرې سختتۍ سره وکـــړي خو بیا هم ارزښت نه ورکوي. ګڼ شمېر هېوادوال د یو لړ ستونزو په پایله کې نورو اروپايــــــي هېـــوادونــــو ته کډوال کېږي.دلته د زده کړې د ارزښت په اړه يوه ډېره په زړه پورې کيسه ستاسو چوپړ ته وړاندې کوم.
ښاغلی شيو چرن د هند د راجستان ولایت اوسېدونکی دی. نوموړی هېښنده (عجیبه ) رېکارډ جوړولو ته خورا ډېر نږدې دی. د خــپل عمر پړاو يې سلیزې او د پاتيالي کېدو ( ناکامېدو) پړاو يې نیمې سلیزې ته نږدې دی. نوموړی ۸۲ کلن دی، بوډا دی، خــو ولې لا هـم د ژوند په وروستي پړاو کې زده کړې ته ارزښت او لومړيتوب ورکوي. اوسمهال د لسم ټولګي زده کوونکی دی. خلــک مخته ځي خو ولې دی له بده مرغه ۴۷ ځلې ازموينه ورکوي بیا هم يوولسم ټولګي ته نه بریالی کېږي. تر دې دمه يــــــې واده نه دی کړی په ژڼیتوب کې یـــې ژمنه کړې وه چې تر لسم ټولګي وروسته به واده کوي. البته ښه طالع( قسمت) به نلري. له کــــــال ۱۹۶۹م څخه را پدېخوا په پــرلپـــسې ډول ازموينه ورکوي او په پرلپسې ډول پاتيالی کېږي.
نوموړی په دې عمر کې هم زده کړو ته ارزښت ورکوي ځکه خو ستر يوناني اند پوه( فیلسوف) اپلاتون وايي چې زده کــړه بايد د ژوند د لومړي پړاو څخه پيل او د ژوند تر وروستي پړاو پورې بايد دوام ولــري.نو له خپـــلو ټولو هېـــوادوالو مــې هيله داده چـــــــې زده کــړې ته لومړيتوب ورکړو او دغه د سولې ارمانجن ملت د هوسا او په ځان بسیا ژوند څښتنان کړو. دا هېواد مونږ ته او مونـږ دې هېواد ته ډېره اړتيا لرو.ليکنه رالنډوم او د بودیزم د مذهب بنسسټګر بودا په دې خبره يې پای ته رسوم.

زده کړه د خپل ژوند لومړی اصل وګرځوئ او خورا ډېر لومړيتوب ورته ورکړئ تاسو چې اوسمهال هم په زده کـــــړو بوخت ياست بايد دا لړۍ همداسې دوامداره واوسي يوازې او يوازې به همدا بســـــــنه وکړي چې د مړســـــتون تيږه مــــو د زده کړيالۍ بریلیک ( سند ) شي.