په کندهار کي د سولي په اړه پراخه غونډه وسوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67471
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-18

په کندهار کي د سولي په اړه پراخه غونډه وسوه د کندهار په يوه خصوصي سالون کي نن سهار د سولي په اړه يوه پراخه غونډه جوړه سوه چي د کندهار، کابل، هرات، پکتيا، غور، بادغيس، فرا، روزګان، زابل او هلمند ګڼ شمېر چارواکو، علماوو، روحانينو، قومي مخورو، د خلکو استازو او ځونانو ګډون کړی وو.

د غونډي ګډونوالو په يوه ږغ پر افغان دولت او مخالفينو ږغ وکړ چي د سولي لپاره واقعي هڅي وکړي، لاس سره ورکړي او د خپل هيواد آبادۍ ته ملا وتړي.

د غونډي په پيل کي کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي وويل چي په اسلام کي سوله تر وروستي حده لازمه بلل سوې ده، حتی تر دې چي که د سولي له قيام سره زيانونه تړلي وي، بيا دي هم مسلمانان سولي ته غاړه کښېږدي او د حديبيې د سولي د تړون په اړه يې توضيحات ورکړل چي په اسلام کي يوه نه هېرېدونکې پېښه وه.

هغه زياته کړه: نن موږ او تاسي د قرآنکریم له لارښووني سره سم راغونډ سوي یو، تر څو د سولي په اړه چي الله تعالی تر جګړې غوره بللې ده، خبري وکړو. زه باوري يم چي د دې ستر ګام اخيستونکو ته به الله دنيوي او اخروي اجرونه ورکړي.