هلمند مدني ټولنه : کډوالو لپاره لااوس هم پوره ستراتیژي نه ده جوړه سوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67472
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-18

 

دهلمند مدنی ټولني دیوي خبري ناستې پرمهال وویل چی هیواد کي لااوس هم ډیری خلګ بهرنیو هیوادونو ته کډه کیږی او پدی برخه کی لاتراوسه دولت پوره کارندی کړي ترڅو مهاجرت ختم کړي .

دهلمند مدني ټولني مشر سردار محمد همدرد زياته کړه چي د روس د يرغل وروسته ګڼ شمیر افغانان ګاونډيو هیوادونو ته مهاجر سول او په یادو هیوادونو کي د کډوالي سختي شپي او ورځي تیره وي


همدرد وايې کله چي په هیواد کي امنيتي وضیعت لږ څه خراب سوو د پاکستان او ایران ترڅنګ اروپايي هیوادونو ته هم زیات شمیر افغانان کډوال سول،چي خپلي زياتي پيسي مصرفوي او هلته دمهارجرت ستونزمن ژوند تيروي.