د هېواد مشر غني د پام وړ :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67476
سيد حسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2016-12-18


ولس له يو لورې د ملا هبت الله له ايله جارو او له بل لورې د حکومت له زورواکو او له لنډه غرو نه يې کړيږي
د خليلزاد په وخت کې دوستم يوځل په غوږ وهل شوی وو، يو امريکايي ډګروال ويلي وو چې موږ د نوموړي د وېرولو لپاره پر کور يې الوتکه وګرځوله، چې بيا نوموړي ويلي وو چې تاسې دوست او دښمن نه پېژنئ، عطا او نورو زورواکيو جمعيتانو ته به څه ويل شوي وو او يا نه؟ خو اوباما لکه چې عبدالله ته هم يو څه ويلي وو چې دنده دې څه ده؟ د ملا هبت الله يارانو ته خو دې د اسيا زړه کنفرانس کې په زغرده ورواوروله چې ((ستاسې له خېره مې توبه، خو تازيان دې رانه کورې کړه)).

احمد اېشچي: جنرال دوستم ساتونکو ته امر وکړ چې پر ما جنسي تېری وکړي
ايشچي: ۵ ورځې د دوستم په کور کې بې پرتوګه بندي وم
په ننګرهار کې د حضرت علي او ګل کريم وسله والو ولسي خلکو ته سخت سپکاوی ورواړاوه

الله تعالی پر يو ځل جرم ((ګناه)) څوک نه رسوا کوي تر څو چې دوامداره يې ونه کړي
بکارت يوازې پر جنسي اړيکې نه، بلکې د نورو علتونو له مخې ، مريضتيا، ټوپوهنه او له ځان سره د بې احتياطۍ يا نه پاملرنې له امله هم له مينځه تللی شي. طبي معاينات او تشخيص او ښه څېړنه بايد وشي، د نورو بې سترۍ ته هېڅ توجيه نشته

مَا ذِئْبََانِ جَائِِعَانِ اُرْتِلاَ فِیْ غَنَمٍ بِاَبْسَدَلَهَا مِنْ حِرْصِه اَلْمَالَ وَالشَّرَفَ لِدِيْنِه
دوستم او لنډه غرو يې شمال ټلوالې او لنډه غرو يې د خلکو عزت لوټلی دی. کمونيستان و ماويستان + ستميان او لنډه غر يې کله هم جهاديان او ملي اتلان کېدای نه شي

د دين او د عزت لوټولو وږي شرمښان
دوه وږي شرمښان (لېوان) د ګډورو (پسونو/مېږو) د کنډک يا رمې لپاره دومره خطرناک نه دي لکه د يوه مسلمان د دين لپاره چې له واک او دولت سره مينه څومره خطرناک دي. نبي عليه الصلوة والسلام کمال کړی داسې عجيب تعبير يې ورکړی او داسې عجيب قالب کې يې دا خبره ورواچولې چې ((ما ذئبان جائعان ارتلا فی غنم بابسدلها من حرصه المال والشرف لدينه)) دوه وږي شرمښان (لېوان) د ګډورو د کنډک لپاره دومره مُضر نه دي لکه د سړي د دين او ديندارۍ لپاره چې له مال (دولت) او واک سره مينه څومره زيات خطرناک دي.

وايی چې يوه ورځ حضرت عمر رضی الله تعالی عنه يو مجرم ته سزا واروله. مجرم غوښتنه وکړه چې دا ځل مې وبښئ او بيا به يې نه کوم. هغه مبارک ورته وويل چې نه، ((الله تعالی تر هغه څوک نه رسوا کوي تر څو چې هغه ګناه مسلسل و دوامداره څو ځلې ونه کړي)). له دې داسې بريښي چې تا ګناه يو ځلې نه، بلکې څو ځلې دې کړې ده، نو ځکه الله تعالی اوس رسوا کړې. نن به دې پر سزا رسوم او پخپله به سزا درکوم.

دا چې ښاغلي دوستم په انقلاب کې څه کړي دي او له هغې وروسته بيا وبښل شو او خالد بن وليد لقب ورکړل شو. له نجيب سره يې دوکه وکړه او په کودتا کې ښکېل شو. له هغې وروسته يې بيا له مالک سره د امريکا په لوبه کې ښکېل شو. په زرګونو پښتانه طالبان يې ووژل او د ليلی دشته يې پرې ډکه کړه. د ښاغلي بوش په وخت کې يې دوسيه وتړل شوه او لا تر ننه هماغسې تړلې ده. د ډله ييزو قبرونو نښې نښانې يې هم ليرې کړې او دېته ورته نورې په لسګونو او سلهاو پېښې درواخله.

ښاغليه ،
ښاغلي کرزي خو څه ونه کړل او دا داړه ماران، لوټماران، ټوپکسالاران او زورواکان يې پخپله چپن کې پټ او له عدالته يې وساتل. نه يوازې له خپل عدلي تعقيبه، بلکې له نړيوالې ټولنې او د بشري جناياتو له محکمې نه يې هم وساتل او د ژمي د ګډورو په شان يې ښه څربه کړل.

نه پوهېږم چې ښاغلي کرزي دا د ولس د شرف و عزت لوټوونکي چې پر خلکو يې بېسارې ناوړه نارواوې او ظلمونه کړي دي د څه لپاره ساتلي وو او ترې ننګه يې کوله؟
تاسې خو هم خبر ياست چې په تېر کې نوموړي د ښاغلي اکبربای پر کور باندې له ارګ سره نژدې په خوا کې د لطيف پدرام په لمسون د نشې په حالت کې ورننوت او ظلم يې ورسره وکړ.
نشه يې يو جرم، د يو مسلمان پر حريم تيری يې بل ظلم، د طالب بنديانو وژنه يې بل ظلم او دېته ورته نورې په لسګونو او په سلهاو نارواوې يې درواخله.
عدلي وقضايي ارګانونه بايد ښاغلی کرزی هم وپوښتي او له تاسې هم وپوښتي چې ولې مو دغسې يو لوی مجرم ته دومره لويه دنده وروسپارله؟ خلک ستاسې پر ستونزو هم پوهيږي. د دوو شريرو ترمينځ يو ادنی بايد سړی انتخاب کړي، ځکه چې هغه وخت ځينو پرديپالو د تجزيې ډنډورې غږولې.
د ولس دا خوښه نه وه چې تاسې دغسې لوچکان وسپک و ورت او په جرايمو ککړ خلک له ځان سره واخلئ، بلکې هيله يې دا وه چې تاسې به دغسې خلک محکمې ته راکش او د خپلو جرايمو حساب وکتاب ورسره وکړئ. دا چې زموږ ټاکنې جنجالۍ شوې، لاسوهنې پکې وشوې او وضعه دومره خرابه شوه چې د بېلتون خبرې راپورته شوې. پر ارګ د ورختو پورې ګواښنې وشوې. د لويې جرګې په خېمه کې د برحال هېوادمشر انځورونه راکښته او وڅيرل شول.

ښاغليه ،
دا چې اوس په رسنيو کې له يو لورې په شمال ((جوزجان)) کې د دوستم او د لنډه غرو يې او له بل لورې بيا په ختېز ((ننګرهار)) کې چې هلته د پخواني بېسواده کمونيست او لنډه غر يې او دلته بيا د شمال ټلوالې پورې تړلی بېسواده وحشي قوماندان او لنډه غر يې د خلکو د عزت په لوټلو کې ښکېل دي. له تاسې څخه د يو مسوول هېواد مشر په توګه هيله لري چې دغه پېښې ((قضيې)) په سملاسي توګه په خپلواکه توګه څېړنه وکړئ او د ارتکاب يا د جرم د ښکېلتيا په صورت کې بايد منصفانه او خپلواکه د عدليې او قضايي قوانينو په رڼا کې اقدام وکړئ او مجرمينو ته بايد له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

د ښځې بکارت يوازې پر جنسي اړيکې نه، بلکې د نورو علتونو له مخې هم له مينځه ځي، لکه په ټوپ وهنه، بېپامۍ يا له ځان سره نه احتياط او داسې نور. د ډاکټر له معايناتو او تشخيص او له څېړنو پرته  پر نورو تيري ته هېڅ توجيه نشته. د ښځو له بکارت سره حساسيت ښوول، خو ډېر کله موږ نارينه وو هم خپل پرهېز نه دی ساتلی. په نورو ټکو زموږ د نارينه وو ګناه راته ګناه نه ښکاري، خو د ښځينه وو ګناه راته ګناه ښکاري. حال دا چې د الله تعالی حکم دواړو ته يو شان متوجه دی. ان تر دې چې ښځو ته د نظر ټيټ ساتلو حکم شوی، خو نارينه وو ته ترې مخکې شوی.

د جهادي حکومت په اوايلو کې په ننګرهار کې حضرت علي پر يوې څرخۍ الوتکې ليکلي وو :
((دا د حضرت علي الوتکه ده، څوک يې د دعوې حق نه لري)). د ملت او د خلکو او د خلکو له ناموس او عزت سره لوبې موږ جهاديانو ته هېڅ ارزښت نه درلوده. کنه مطلق يو بېسواده شاړی په اوايلو کې د خالص د بانډ پورې تړلی چې بيا وروسته د شمال ټلوالې ته واوښت او هغوی بيا د خپل رذالت له مخې دوی ټول تاجکان شمېرلي وو د دې لپاره چې خپل شمېر د پښتنو په مقابل کې نړيوالې ټولنې ته زيات وښيي.

د عطا يو قوماندان هم له دې مخکې په مزار کې له يو تن نه خپله مېرمن په زور وړې وه او هغه دوسيه لا هم همداسې ناحل شوې پاتې ده. نور ډېر جهاديان هم همداسې په بېساريو او بوږنوونکيو جرايمو کې ښکېل دي چې لا تر اوسه له محکمې او محاسبې ازاد ګرځي. د بشري جناياتو له تيري کوونکيو او د عزت له لوټوونکيو سره هېڅ راز خواخوږي ونه شي او د عدالت منګولو ته بايد راښکل شي او د خپلو مظالمو او جرايمو حساب وکتاب ورکړي.

مخکې د سعيد امارتي په نوم چې څېره يې وحشي ته ورته وه او اوس د وردګو په ولايت کې
د ملا قاسم په نوم د وردګو په ولايت کې خلک د ملا هبت الله له ايله جارو او حرفوي قاتلانو نه په تنګ دي. له دې مخکې خلک د سعيد امارتي په نوم له يو ستر منفور ظالم نه په تنګ ول. څوک چې مزدوري او حلاله روزي ځانته پيدا کولی نه شي، نو بيا يا د ملا هبت الله ايله جار شي او حرفوي قاتل ترې جوړ شي او يا د شمال ټلوالې او د دوستم په شمول د دې نورو زورواکيو او له لنډه غرو سره يې يوځای شي. له يو نه طالب او له بل نه بيا مجاهد جوړ شي او د ملت ځورولو او مال خوړلو او عزت لوټلو ته يې تيار شي. د شرف وعزت څښتن هېڅکله دا کار نه کوي.

مشوره :
د ښاغلي کرزي په شان مجرمين د قانون له منګلو مه ژغوره، که نه دنيوي واخروي او د خپلو نافذه قوانينو په رڼا کې او هم به له اخلاقي او کلتوري پلوه ملت ته پړ اوسې. خوښه ستا چې د خپل نافذه قوانينو درناوی کوې او که د مجرمينو ننګه؟

پايله :
که د تېر حکومت په شان دې وبښل، نو تاسې به هم ښه ورځ ونه وينئ، خو دومره ده چې ولس له تاسې څخه د يو مسوول، د يوې ښې کاري مخينې او زړه سواندۍ او د يو ښه حکومتولۍ د بنسټ اېښوونې له مخې دېرې هيلې لري چې هغه بايد تاسې پوره کړئ. هغه دا چې قانون قانون دی او قانون ته بايد هر څوک غاړه کښېږدي. د خلکو غوښتنه او هيله همدغه ده چې ټولنه بايد دغه ټکي ته راشي. خدای مه کړه د پرېښوونې او شا ته اچونې په صورت کې به دې ښه نوم بد شي. پر دې زموږ نه لورېږئ!

په پای کې

په درنښت
سيد حسين پاچا

احمد اېشچي: جنرال دوستم ساتونکو ته امر وکړ چې پر ما جنسي تېری وکړي
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-38308098
ايشچي: ۵ ورځې د دوستم په کور کې بې پرتوګه بندي وم
http://www.taand.com/archives/82201
په ننګرهار کې د حضرت علي او ګل کريم وسله والو ولسي خلکو ته سخت سپکاوی ورواړاوه
http://www.taand.com/archives/82289