پولیسو د معصوم شهید ماشوم قاتل پلار ونیولو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67477
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-21

 

 

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په بېز اکمالاتي سیمه کې د امان الله په نوم یو تن چې د بټي کوټ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی،د خپل کورني اختلافاتو له امله یې خپل کوچنی معصوم زوی رحمن الله چې د اوو میاشتو عمر لري،په بې رحمه ډول په شهادت رسولی دی .

امان الله چې اوس مهال په بېز اکمالاتي سیمه کې اوسیدو،امنیتي مؤظفینو د پېښې د رامنځته کېدو وروسته د پلټنو پر مهال نیولی،چې د مګړۍ ترې د پولیسو له لورې څېړنې دوام لري .

لومړني معلومات ښایي یاد کس نن د لیندۍ په ۳۰مه خپلې مېرمنې ته تر طلاق ورکولو وروسته خپل زوی له ځآن سره تر ساتلو وروسته د ماسپښین په شاوخوا درې بجو په بې رحمه ډول په شهادت رسولی دی .