په غزني ولایت کې د دوه خبریالان وهل سوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67479
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-21

 
په غزني ولایت کې د یوه سیمیه ایز ټلویزون دوه تنه خبریالان د پولیسو لخوا وهل شوي ټکول شوي او توهین شوي دي. د افتاب ټلویزون خبریالان سالم غفوري او قاسم غفوری وایي تیرماښام کله چې له دفتر نه د کور په لور روان ول د پولیسو له خوا ودرول شول او بیا تر وهلو ټکولو لاندې ونیول شول.
په هغه ناسته کې چې دغزني خبریالانو ددغه ولایت له والي او امنیه قوماندان سره لرله ، دغزني والي عبدالکریم متین ددغې پیښې په اړه له خبریالانو نه بخښنه وغوښته او ژمنه یې وکړه چې پیښې عاملان به نیسي او څارنوالۍ ته به یې ورپیژني.
دافغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه په داسې حال کې چې دغه پیښه په کلکو ټکو غندي دغزني ولایت له مسوولینو نه غواړي چې په خپلې ژمنې ودریږي ، پیښه په جدي توګه وڅیړي او پایلې یې له خلکو او خبریالانو سره شریکې کړي.