ولسمشر له پکتياوالو سره کړې ژمنې ، نه دي عملي کړي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67493
اسدالله غيرت
دخبریدو نیټه : 2016-12-27

د ولسمشريزو ټاکنو پر وخت هر نوماند کوښښ کاوه چې ، له ولسونو سره د امنيت په ټينګښت ، بيارغونه ، بډايه اقتصاد ، د فساد د لامينځه وړلو ، ښې حکومتوالۍ او يو شمير نورو برخو کې ژمنې ترسره کړي ، چې همداسې وشول ، هر نوماند په خپلو کمپاينونو کې له خلکو سره په درجنو وعدې وکړې ، چې له ډلې يې يو هم د هېواد ولسمشر اشرف غني و .

ولسمشر محمداشرف غني د هېواد د نورو ولايتونو له وګړو سره د کړو ژمنو تر څنګ ، د لويې پکتيا ، په ځانګړي ډول د پکتيا له ولسونو سره د يوې لويې غونډې پر مهال په لسګونو ژمنې تکرار او د کاغذ پر مخ ولېکلې ، خو له بده مرغه چې ، واک ته له رسيدو څخه تر نن ورځې پورې يې د کړو وعدو له ډلې يوه هم پوره نه کړای شوه .

د ژمنو سره سم ، د ټاکنو په ورځ د لويې پکتيا هر بچي په سختو امنيتي شرايطو کې ، خپلو هيلو ته د رسيدو په موخه او د ولسمشر محمداشرف غني د بريا په ارمان رايې وکارولې ، چې بلاخره غني يې تر ارګه ورساوه ، خو په ډير افسوس سره بايد ووايو چې ولسمشر غني د لويې پکتيا پر وګړو هغه متل پلی کړ چې ( يار تر کوڅې تېر که ، مخ يې هير که ) بلې ، همداسې وشول ، غني په ارګ کې مصروف شو ، خو د پکتيا ولسونه يې هماغسې د ناهيليو او دربدريو په کنده کې پريښول .

ولسمشر غني واک ته له رسيدو تر نن ورځې پورې د هېواد په بېلا بيلو ولايتونو کې د لويو او وړو پروژو پرانستې وکړې ، خو د پکتيا د مچلغو بند يې هماغسې په دربدرۍ کې پريښود ، نه خو يې د ياد بند په اړه تراوسه کوم اقدام وکړ او نه يې ددې بند د جوړولو ژمنه بيا تکرار کړه . د څمکنيو او جانې خيلو ، زرمت او اريوب ځاځيو هغه سرکونه چې ، ژمنې يې ترسره شوې وې ، اوس يې هم

ولسونه د بد وضعيت له امله ځوريږي ، خو بدبختانه چې د ولسونه دغه هيله تراوسه هم پوره نشوه .

ولسمشر غني د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال له پکتيا والو سره ژمنه کړې وه چې ، په پکتيا کې به د ښې حکومتوالۍ بنسټ جوړوي ، د اداري فساد مخه به ډب کوي او کار به اهل کار ته سپاري ، خو له بده مرغه چې اوسمهال په پکتيا کې په لسګونو رياستونه ، يو شمير ولسوالۍ او نورې ادارې د سرپرستانو لخوا اداره کيږي ، چې دې کار د ولسونو او حکومت تر منځ د فاصلې زياتوالې ته لاره هواره کړې ده .

تر ټولو د افسوس وړ خبره خو لا دا چې ، ولسمشر غني د پکتيا په استازيتوب هغه يو څو کسان چې په غله او فساد کې تر ستونې غرق دي ، له ځانه چاپير کړي دي ، نوموړي کسان سيوا له دې چې په رياستونو او نورو ادارو کې د فساد په موخه خپل کسان وګماري ، د هيڅ پکتياوال درد نه دی پرې دوا شوی .

په پای کې ولسمشر بايد له پکتياوالو سره ترسره شوو ژمنو ته د عمل جامه ورکړي ، تر څو د پکتيا په ولسونو کې له لاسه ورکړی باور بيرته لاس ته راوړي او او په خپل چاپيريال کې د هغو پکتياوالو مخه ډب کړي ، کوم چې له ولسمشر څخه د پکتياوالو په نوم حقوق ترلاسه کوي او په خپله يې خوري .

پای