په پکتیکا کې د ولایتي کلني پرمختیایي پلان جوړونې په برخه کې یو ورځینی ورکشاپ ترسره شو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67494
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-27

 

یاد ورکشاپ د سه شنبې په ورځ د یوناما په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړ شوی و.

له یاد پلان جوړولو موخه دا ده څو د پکتیکا ولایت لپاره یو ټولشموله او متوازن کلنی پلان ترتیب او د اړتیا وړ ټول اړخونه پکې روښانه شي.

پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وایي، د یوې ادارې د پرمختګ اساسي برخه د هغې ادارې پلان دی چې په وینا یې باید په اساسي ډول جوړ شي.

دده په خبره، په ولایتي کلني پرمختیایي پلان کې د ولایت ټولې اړتیاووې او غوښتنې ځای پرځای کیږي او د همدې پلان په عملي کېدو سره پرمختګونه رامنځ ته کیږي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې د ولایتي ستراتیژیک پلان په دوو برخو ( پروفایل جوړونه او پلان جوړونه) کې ترسره شو.