دافغانستان- ایران د تولیداتو، صنایعو او زراعتي محصولاتو نندارتون جوړ سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67497
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-27

- د کندهار او سیستان-بلوچستان د والیانو تر منځ د سوي تفاهم له مخي پرون په کندهار کي د ایراني او افغاني تولیداتو، زراعتي محصولاتو او صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل سو چي په همدې موخه جوړو سوو مراسمو کي د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي، د سیستان بلوچستان د والي مرستیال جمشید نژاد، د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ خونو مسؤولینو، دولتي منسوبینو سوداګرو او ولسي خلکو ګډون درلود.

کندهار والي د دې نندارتو جوړول د اقتصادي، علمي، تجارتي او صنعتي اړیکو د پراختیا لپار ګټور وبلل ویې ویل: هیله مو دا ده چي د کندهار او دغې حوزې سوداګر او صنعتکاران د سیستان-بلوچستان له علمي، اقتصادي، تجارتي او صنعتي تجربو ګټه واخلي چي ننی نندارتون د همدغو اړیکو د پراختیا ښه پیل دی. نوموړي زیاته کړه: د ایران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ کچه هر کال ۲ ملیارډه ډالره ده او اړتیا دا ده چي دغه ډول روابط نور هم پراخ سي. دا نندارتون د ایراني او افغاني سوداګرو لپاره د غوره سوداګرۍ او ګډې پانګونې یو ښه فرصت دی. د دې ترڅنګ ګډې ګټې پر امنیت مستقیم اغېز کوي. ایران او افغانستان د دوو ګاونډيو هیوادونو په توګه په هره برخه کي د همکاریو زیاتولو ته اړتیا لري. پر دې سربېره موږ تر خپل منځ علمي همکاریو ته هم اړتیا لرو چي زموږ تر منځ د لاسلیک سوې تفاهمنامې له مخې به افغاني زده کوونکو ته د سیستان بلوچستان په پوهنتون کي د زده کړو برسونه ورکول کېږي.

د سیستان-بلوچستان د والي مرستیال جمشید نژاد دا نندارتون د دواړو هیوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کي ګټور وباله زیاته یې کړه چي د افغانستان، ایران او هند د ولسمشرانو په درې اړخیزه ناسته کي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ژمنه سوې وه چي دا نندارتون پر همدې لوري یو ګام دی. ایران او افغانستان پر کلتوري، مذهبي او تاریخي اشتراک سربېره دوه مسلمان ګاونډي هیوادونه دي چي د ژوند په ټولو برخو کي ګډې همکارۍ ته اړتیا لري. افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا تر منځ د مښلوونکي پل په توګه په سیمه کي مهم رول لري چي په همدې موخه د سیستان-بلوچستان او کندهار تر منځ د مختلفو همکاریو تفاهمنامه لاسلیک سوې او دا نندارتون د هماغو ټکو د عملي کولو یوه کړۍ ده.

نوموړي هیله وښوده چي افغانستان او ایران د اقتصاد، تجارت او زده کړو په برخه کي له یو-بل سره ښه همکاري وکړي.