د پکتیکا هاشمیه ښوونځي ته عصري وداني جوړیږي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67499
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-27

 

د پکتیکا ولایت په غیر رسمي ولسوالۍ بکخېلو کې د هاشمیه په نوم ښوونځي ته نوې وداني جوړیږي او ټاکل شوې د جوړېدو چارې یې تر شپږو میاشتو پورې بشپړې شي.

په همدې اړه د دوشنبې په ورځ په بکخېلو ولسوالۍ کې پراخ مراسم نیول شوې وو، چې د پکتیکا پر والي محمدالیاس وحدت سربېره، د ولایتي شورا غړو، امنیتي چارواکو، د بېلا بېلو ادارو مسولینو له ګڼ شمېر سیمه والو ګډون کړی وه.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د ولسونو پراخ ګډون او د پوهنې له بهیر سره بې سارې مینه وستایله او زیاته یې کړه چې ولسونه کولای شي ستر بدلونونه او پرمختګونه رامنځ ته کړي.

ښاغلي وحدت د بکخېلو خلکو ته د خپل سفر په ترڅ کې د هاشمیه ښوونځي د بنسټ ډبره د ډالۍ په توګه وړاندې کړه او زیاته یې کړه چې د خلکو په همکارۍ به د پوهنې بهیر د پیاوړتیا او غني کولو لپاره په ګډه هلې ځلې کوي.