د واټس اپ کیسه!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67500
عبدالغني
دخبریدو نیټه : 2016-12-27


 واټس اپ یو پیغام، انځور، ویډیو او... لیږونکی اپلیکیشن دی چې په اندرایډ او سمارټ فون کې استعمالیږي.
د واټس اپ WhatsApp لفظ لهWhat’s up نه اخیستل شوی دی چې په پښتو ژبه کې یې معنی”څه روان دي“ ده.
واټس اپ د یاهو دوو کارکونکو جین کوم او براین ایکټن په ۲۰۰۹ کال کې جوړ کړ.
کله چې د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر په میاشت کې کوم او ایکټن د یاهو په کمپنۍ کې دنده پریښوده؛ فیسبوک ته یې د دندې تر سره کولو غوښتنه ولیږله خو د فیسبوک لخوا ونه منل شوه.
وروسته جین کوم له یو روسي ډیولپیر سره یو ځای واټس اپ ډیزاین کړ او د iOS په سټور باندې یې نشر کړ.
له نشر کیدو څه موده وروسته واټس اپ په ټوله نړۍ کې مشهوره شو، تر دې چې په ۲۰۰۹ کال کې د پیغام لیږلو په برخه کې د نړۍ تر ټولو زیات استعمالیدونکی اپلیکیشن وګڼل شو.
په ۲۰۱۳ کال کې ۲۰۰ ملیونه کسانو واټس اپ کاراوه او په ۲۰۱۴ کال کې یې د استعمالوونکو شمېر لا زیات شو او ۵۰۰ ملیونه استعمالونکې یې پیدا کړل.
فیسبوک د ۲۰۱۴ کال د فروري په میاشت کې واټس اپ په ۱۹.۳ بلیونه ډالر واخیست؛ او ډېرې نورې اسانتیاوي یې ور اضافه کړې.
د ۲۰۱۶ کال د فروري په میاشت کې د یو نشر شوي خبر له مخې”واټس اپ یو ارب استعمالونکې لري(مطلب په نړۍ کې په هرو ۷ کسانو کې یو کس واټس اپ استعمالوي)؛ او هره ورځ په واټس اپ باندې ۴۲ بیلیونه پیغامونه، ۱.۶ بلیونه انځورونه او ۲۵۰ ملیونه ویډیوګاني نشریږي. “
د واټس اپ دفتر(هېډ کوارټر) د کالیفورنیا ایالت په Mountain View سیمه کې دی.