دهرخائن افغان وینه او(D.N.A.)دافغانیت دارثي خواصوخلاف دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67503
محمد انور ولید
دخبریدو نیټه : 2016-12-27


که سړی حق ته نظر وکړي ، نو حق خو یوازې الله (ج) دئ چې د ذاتیه او کمالیه ټولو هغو صفاتو لرونکی دئ او په عالم هستۍ کې یې هېڅ شریک او سیال نه موندل کېږي . ځکه هغه اذلي ، ابدي ، قائم ، دائم ، حکیم ، قادر، روزي رسان ، د عالومو رحمان او رحیم رب ، د جزا دورځې خالق او مالک یو داسې ذات دئ چې لارورکي فراموشکارانسان ته یې مستقیمه ( سمه ) لاره ورښوولې . استعانت اومرسته هم له همغه یوه خدای (ج) څخه روا ده چې له بابا آدمه تردې دمه او بیا ترقیامته پورې یې د عبادت او بنده ګي ځنځیري تسلسُل روان دئ .

لکه څنګه چې د الله (ج) له نورو ټولو پیدا کړوکائناتوسره بې حسابه توپیرشته ، ځکه هېڅ بنده د الله تعالی په تکویني امورو کې تصرف او مداخله نه شي کولی او هغه ذات (ج) په خپلو ټولو تکویني چارو کې برلاسی دئ . همداسې د الله تعالی د پیغمبرانو(ع) اجمعین ، صدقینو ، صالحینو او د خدای د کلمته الله دلارې د ریښتینو شهیدانو توپیرهم له نورو خلکو سره په خلقت ، مزاج ، علم ، قدرت ، عمر، کردار، ګفتاراو نورو مواصفاتو کې شته .

د بېلګې په توګه : د حضرت آدم (ع) فرق د هغه له اولادونو سره موجود ؤ ، هابیل له قابیل سره تو پیردرلود ، عبدالغفار ( نوح ) علیه السلام له کنعان سره فرق لاره ، ابراهیم خلیل الله له آذرسره په فکري لحاظ (۱۸۰) درجې مخالف ؤ، لوط (ع) د خپل قوم (لوطیانو) پرضد خپل ټاټوبی پرېښود او دوی یې د سجین د پخوتیږو سنګ باران ته تر شا پرېښودل ، موسی (ع) د فرعونیانو اوقارونیانو په وړاندې خپله مقابله د هغوی ترمغلوبېدو پورې جاری وساتله ، سلیمان (ع) د سبا د قوم اړوند بلقیس تخت په ترفة العین کې راؤړ، لقمان حکیم د حکمت او پند نمونه ؤ ، ایوب (ع) د ورپېښو مصائبو په وړاندې خپل ځان د صبرسمبول جوړکړ، شعیب (ع) د عدالت او قسط د تحکیم له پا ره مبارزه وکړه ، عیسی (ع) د تثلیث د عقیدې په وړاندې د توحید مبارزه پرمخ وړله اومحمد (ص) د جهالت د ټولوغیرانساني اوغیراخلاقي دودونوختمولو پرضد د اعلای کلمة الله توحیدي مبارزه د آسماني بشپړ دستور په رڼا کې په عملي توګه په بري سره ترسره کړه اوانسان ته یې په دغه الهي دستو کې دا په ډاګه کړه چې یو حُر( آزاد ) انسان د بل انسان غلام نه دئ او نه هم یو انسان د بل انسان د بنډ اوکولنډ له پاره پیدا شوی دئ ، ځکه انسانان یوازې د یوه الله (ج) بنده ګان اوغلامان دي او بس . آنحضرت (ص) د عبدالله بن ابی بن سلول منافقانه دریځ اودعبدالله بن سبا د شرک او بت پرستۍ پلانونه او نقشې خپل امت ته وروپېژندلې . خلفای راشدینو ترې د منافقت جامې و ایستلې او خلکو ته یې دغه درواغجنې سمبولیکې څېرې لوڅې لغړې ودرولې . 

هغوی ټولود ټولوانساني صفاتواوحمیده اخلاقو په چوکاټ کې د حق په پلوۍ اود باطل د د دمنېشانه حیواني کرېکټرونو په وړاندې خپل مأموریتونه او وجیبې په پوره ژمنتیا او اخلاص سره ترسره کړې دي .

داسلام سترپیغمبرحضرت محمد (ص) د ټولو پیغمبرانو(ع) اجمعین اوالهي توافق سره سم موږ ته دوه شیان (کتاب الله اوسنت رسوالله) په میراث امانت پرې اېښي دي ، ترڅود تېروګمراه قومونو په څېرخپله غوره کړې لار( اسلام ) هېراو ورک نه کړو. زموږ ددغې خوښې کړی شوې لارې هغه شاخصونه چې زموږ دیني ائمه وود سروکرښواو بریدونو په توګه د عقائدو په صفري نقطوکې را ته درولي ، موږ ته دا را په ګوته کوي چې د خپل ایمان امانت پرالله (ج) باندې د پاخه باوراوله الله (ج) څخه د وېرې ترمینځ د خوف او رجاء د صدق له پاره ټینګ وساتو .

د پیغمبر(ص) پول میراث پرټول امت باندې امانت د ئ ، اوامانت باید تل د هغه اهل ته وسپارل شي چې بله ورځ ناوړه خلک په کې خیانت ونه کړي ، ځکه خیانت په اصل کې زرـ زور، تزویراوشرک ته د نوروفسادونوترڅنګ دلارو برابرول او د دروازو پرا نستل دي چې دا په حقیقت کې ترټولو سترظلم او نه بښونکې جرم دئ .

الله (ج) هېچاته په امانت کې د خیانت کولواجازه نه ده ورکړې ، د الله (ج) په امانت کې خیانت د منافق خاصیت دئ . مکلف انسان ته د الله (ج) له طرفه امرشوی چې د دوواړیکو په صادقانه ساتلوکې به خیانت نه کوي ، ځکه چې د انساني هستۍ ددنیا اوآخرت ټولې نېکمرغۍ او بدمرغۍ په همدې دوو ټکو ( امانت ) ، یا په بله وینا ؛ د قرآن او سنتو په رڼا کې پر ( حق الله او حقوق العباد ) پورې تړلې دي .                                                                                                                                                    

که چېرته څوک ددغودوواړیکو(حق الله اوحقوق العبادو) ترمینځ تعادل وساتلی شي ، همغه انسان د الهي ژوندانه په دغه آزمون کې تل بریالی دئ . الله (ج) هم هغه چاته مزد اوبدله ورکوي چې د مزد ترلاسه کولو وړکاریې ترسره کړی وي . اوکه دغه اړیکې یې خرابې اوسره پرې کړې ، هېڅکله هم خپلوموعود شوو موخوته نه شي په کې رسېدلی او د ژوند ټوله برنامه به یې دعنکبوتي جال په څېرهردم ګړۍ له ورانۍ اوتباهۍ سره مخ وي اوخپله به همدغه فاعل مختاربنده له خپلوکړووړوسره سم تعذ یبېږي . ولې دغه عذاب داسې نه دئ چې سمدلاسه به ورکول کېږي . بلکې ددې ډول عذابونوڅکلواحتمال  په دنیا اوآخرت دواړوکې شته . ځکه عزت اوذلت دواړه د قادرخدای (ج) په بلا کیف لاس کې دي . چاته یې چې د ورکولواراده وشي ، ورکوي یې ، اوله چانه یې چې د اخیستو اراده وشي ، ترې اخلي یې .

له پیغمبر(ص) را وروسته راشده خُلفاوواو نورواصحابوکرامو (رض) هم د حق الله اوحقوق العبادو واجبي امانت ته ډېرپام ساتلی او د ټولو ترکیزپرهمدې باندې ؤچې ددغو دواړو ترمینځ ټینګې اومتعادلې اړیکې وساتي . ځکه هغوی حق الله دخپل ځان اوالله (ج) ترمینځ ، اوحقوق العباد د یوه انسان له بل انسان سره پرروا مثبتومتقابلو معاملو باندې داسې عقیده او باوردرلود چې د یوه مکلف انسان په لاس اوژبې سره بل ته ګټه رسول یې په عبادت کې شمېرل کېږي . اودغه سنت د یوه معقول دود په توګه سینه په سینه راتلونکو نسلونوته په میراث ورپاتې دي . خو په عملي بڼه کې یې توپیرونه لیدل کېږي . ځکه چې ددې منبع واک اختیارځینې وختونه د اهلو، اوځینې وختونه بیا د نا اهلو کسانوپه لاس کې وې . له همدې امله  خو تر ټولو اړینه داده چې امانت باید اهل او وړکسانو ته وسپارل شي .

د اسلام د ین له سماوي اد یانوڅخه یوترټولوستر، معقول اومنل شوی بشپړامانت د ین دئ چې ساتنه یې د نړۍ پرټولو مسلمانانو باندې فرض او پورده . د سلام د ین کومه فزیکي آله یا افزارنه دئ چې د وخت په تېرېدو سره د هغه د استهلاک موده پوره اوبیا له مینځه ولاړشي ، بلکې د ين یوداسې تلپاتې آسماني دستوراوبرنامه ده چې تل د انساني روح نیالګي پرې تازه ، رېښې یې ترلا یتناهي ، او ښاخونه یې ترعرش مُعلی پورې رسېدای شي .

خو پرد ین باندې علم اود یني تفسیربیا د وخت د وضعي جبري شرائطوله امله د د ین پرحقیقت باندې سیوری غوړولی وي ، ځکه په د ین کې د تأویلونو، د یني زده کړواود یني تفسیرونواو قرائتونو واک د داسې چارواکو په اختیارکې پروت وي چې هغه هرڅه په خپله ګټه اوخپل محورباندې څرخوي ، د ین او د یني علمأ د زر، زوراو تزویرله لارې په خپله خوښه کاروي او په د ین کې د خپلو نمائشي مناظرواوسیاسي فتواګانوله امله راتلونکو نسلونو ته په داسې حال کې شکونه را ټوکوي چې دغه نړیواله برنامه ددوی پلرنی میراث هم نه دئ ، بلکې دا یو ډول بد اخلاقي ده چې په نړیوال میراث کې یې ځانته د تورات او انجیل په څېرد تصرف اولاسوهنې حق په کې ورکړی دئ .

هلته هم ملاء ، رُهبانواو روحانیونوپه مخکي آسماني کتابونوکې ځانته د لاسوهنودا حق ورکړی ؤچې په خپله خوښه به یې خلکو ته د جنت اودوزخ ټکټونه ترې ورکول اودادي اوس یې له پخواني تورات څخه د خپلو شخصي لاسوهنوله امله اوسنی تېلمود ، اوله پخواني انجیل څخه اوسنی بائیبل جوړکړی چې له آسماني نسخو سره هېڅ سرنه خوري .

دا ځکه چې تورات اوانجیل دواړه له الهی لوري منقول ادیان وو.معقولیت یې د عقیدې پربنیاد ثابت ؤ ، او د حقیقت موندنې له پاره یې انساني څېړنوته هېڅ داسې اړتیا نه وه چې د سامري د خوسکي پررمباړو یې باورکولی شو، اوعُذیر(ع)  به یې د خدای زوی باله ، نو پرموسی کلیم الله او د هغه پررب باندې یې ولې باورنه شوکولی ؟

چې مریم اوعیسی (ع) دواړه به یې د خدای زوی او لورګڼل ، په داسې حال کې چې الله تعالی یوداسې ذات دي چې ولد او والد ته یې هېڅ اړتیا نه شته ، اوله دواړو تورونو څخه یو پاک ذات دئ . نو د مریم پرعصمت ، د هغې پرجنتی خوړواو په زانګو کې د عیسی (ع) پرځوابونوورکولو یې ولې عقیده نه لرله ؟ په دې کې د بشري بې بنسټه څېړنواوددوی د خپلې سفسطې له مخې په اصطلاح علمي تحقیقاتوڅه اړتیا وه چې د خدایتعالی مخلوق یې پرې ګمراه کړ؟ آیا په تکویني امورو کې انسان ته دا حق اواجازه شته چې د تصرف ادعأ یې وکړي ؟ که چېرته وي ، نو لومړی دې هغه انساني عنصرد خپل ژوندانه د سعودي او نزولي ګراف علت اومعلول داسې تعریف کړي چې پرمټ یې قا ئم او دائم ژوندی او خوندي پاتې شي ، په داسې حال کې چې امکان اومجال یې ورسره نه شته ، ځکه انسان په اکتشافي اوانکشافي لحاظ یوضعیف ، نیمګړی اوله مینځه تلونکی مخلوق دئ او خپل هېڅ کارپه بشپړه توګه نه شي ترسره کولی ؟

ولې کوم کارچې د لیس للانسان الاماسعی اوخپلې وجیبې پرځای کولو په خاطرترسره کوي ، هغه د انسان خپل مکلفیت اوانساني دنده ده ، چې په هغې سره فاعل مختارانسان په خپل وس باندې پړبلل کېږي .

دا چې برخې ازلي دي ، نوهرڅوک له خپل مسلک سره سم په انساني اړینواوسره پېیلواړیکواومعاملاتوترسره کولوکې باید په پوره اخلاص زیاروباسي چې د انساني باورمزي نورهم سره مضبوط اوکلک کړي ، ترڅود انساني اړیکودغه ځنځیري ترکیب اوکړۍ په ډاډ منه توګه له یوه نسل څخه بل ته په خورا صداقت او ریښتینولۍ سره ورانتقال او را تلونکي نسلونه له هغې څخه د یوه معروف سُنت په توګه رغنده کار واخلي .

که چېرته انسانان په خپلو کې پردغه اصل باندې وتوانېږي ، په ټول هېواد ، سیمه اونړۍ کې به د ډاډمنې ورورۍ فضأ را مینځته ، اویود بل په وړاندې به منفي تقابل اوجنګ جګړې د تل له پاره د انساني کول څخه کډه وکړي ، نوربه انسان د انسان خواخوږی دوست وي . په هرچا به خپل ضمیر، خپل وجدان اوخپل حمیده اخلاق حاکم وي اوحکومتونه به د کورنیو او بهرنیو پا لېسیانواو سترا تیژیوجوړولو اوعملي کولوذ مه واره مدیریتي مرجع وي .

که چېرته انسانان په نړۍ کې پرداسې یونظام جوړولو باندې برلاسي شي ، بیا به حقوق بشر، قضأ ، څارنوالۍ اوامنیتي ارګانونوته د یوه مجرم د جرم د ثبوت له پاره هېڅ اړتیا نه وي ، ځکه مجرم به نه وي چې جرم یا کوم جنایت ترسره کړي اوامنیتي اودفاعي ځواکونه به د ټولوانسانانو په خیرښېګڼواود طبیعي پېښواوآفاتود مخنیوي له پاره دانسانانو په چوپړکې لګیا وي ، نه د هغوی په نیولو ، ځورولو ، وژلو، وهلواوکډه کولو باندې .

که د افغانستان ګاونډیان ، په تېره ډ پاکستان ، ایران ، روسان او د سیمې او نړۍ چارواکي په ريښتیا سره غواړي چې په افغانستان کې جنګ جګړې ختمې شي ، ورته اړینه ده چې نوردې افغانان خپل خود جوشه نظام جوړولوته پرېږدي .

د افغانستان خاوه ، ځینې پلورل شوې کړۍ اوعائقې اومتنازع فیه سیمې دې په خپله ګټه نه استعمالوي . په دې برخه کې دې د زړه له اخلاصه مرسته ورسره وکړي .

پاکستان او ایران دې د خپلو ځمکو خړوبولو او خپلې جغرافیې زیاتولو په خاطر د افغانستان د اوبو خپلولو او روسان دې د افغانستان د بیا ځلې اشغال خوبونه اوناکامې هڅې پرېږدي . ځکه په دې خاوره کې ډېرو زبرځواکونوخپلې ککرۍ وخوړلې او خورا سترې امپراتورۍ یې په وړو جزیرواو جزیره نماوو بدلې شوې .

افغانان دې نورد مرګ په بستر باندې د تسلیخ کولوله پاره نه څملوي . نه دې بمونه ورباندې تړي اونه دې هم خپله سترګه ورباندې پخوي ، بلکې تعلیم او تعلُم ته یې دې په آراموماغزو پرېږدي ، ترڅود پردوله باج ، خراج اوکچکول په غاړه ګرځولو څخه نور په ګنډلي ګرېوان خلاص شي .

ځکه په خټه اصیل افغانان نه ددون همتو په اوبوخپل ځانته ژوندغواړي ، نه هم دغلام بازپه څېرچاته خپل همنوعان ښکارکولی شي ، اونه دورېښمود چینجي په څېردغلامۍ په ورېښموکې ځانته بسترجوړولی شي . بلکې افغانان داسې زمریان دي چې ددوی دلاس په ښکارتل نورګیدړان او ټپوسان ماړه شوي دي . افغانان په لوڅه شا له غره څخه ډبرې را ښکته کوي ، خو د ذلت او رسوایۍ د سوال لاس چاته نه وراوږدوي .

افغانان هېڅکله له خپله کوره غلا نه کوي او نه هم خپلې خاورې ته خیانت کوي . که د افغانستان له کوره کوم افغان غلا او یا کوم بل ډول ملي ضد کارد مخه ترسره کړی اویا یې له دې وروسته ترسره کوي اوله دې خاورې سره خیانت کوي ، د هغه وینه سوچه نه ده او د هغه (.D.N.A) د افغانیت له ارثي اصلي خواصو سره هېڅ تړاو نه لري .