په فکري سلامتيا باندې د جګړې ناوړه اغېزې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67506
عاشق الله اخلاص يار
دخبریدو نیټه : 2016-12-25

په فکري سلامتيا باندې د جګړې ناوړه اغېزې

/ پکتيا

دا يو څرګند حقيقت دی چې جګړې زياتره د واک او ځواک لپاره شوي دي ، يرغليزې هم دي او دفاعي هم، کله کله خو داسې هم شوي دي چې د جګړې دواړه خواوې بلوسګرې وي ، مظلومانو د تيريګرو او د حق او عدالت پلويانو د باطل پر وړاندې لښکرې ايستلي دي ، د مذهبي فکري اختلافاتو له امله ډيرې جګړې شوي دي.

د خپلو عقيدو او ارزښتونو د ساتنې لپاره انسانانو د جګړو ډګر ته وردانګلي دي ، پدې اړه يو مشهور متل هم شته دی چې وايې :

(( په جنګ کې حلوا نه ويشل کيږي )).

رښتيا هم چې جنګ او جګړه له هرې پولې تباهۍ ، بربادۍ ، ناخوالې ، ويرانۍ ، کرکې ، نفرتونو او باالاخېره د وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو د خيواناتو او نباتاتو د له مينځه وړلو باعث ګرځي .

که د خپلې جنګ ځپلې ټولنې حالات وڅېړو دا به راته څرګنده شي چې جګړه، شخړه او تاوتريخوالی داسې ناوړه او منفي پديده ده چې ټولنه د هره پلوه زيانمنوي او دا ټولو ته جوته ده چې د کورنۍ اوږدې جګړې د غميزې په دوران کې مونږ ته په بشري، اقتصادي، اجتماعي او نورو بېلابېلو اړخونو کې زښت زيات زيانونه اړولي دي .

د نورو بې شمېره زيانونو ترڅنګ يې زموږ د مظلوم ولس فکري او ذهني سلامتيا ته سخت تاوان رسولی دی چې غوره بېلګې يې مونږ او تاسو ډېرې زياتې د خپلې ټولنې په وګړو کې ګورو .

اکثريت ناروغان له همدې فکري او ذهني ناروغيو سره مخ دي، حتا مونږ په خپله جنګ ځپلې ټولنه کې داسې کسان وينو چې په جګړو کې يې د کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي دي ، نو طبعاً په داسې سختو غميزو کې انسان خپل ذهني او فکري توازن له لاسه ورکوي ، له دماغي او ذهني فشار سره مخ کيږي.

داسې کسان په ګڼه ګوڼه يا ټولنه کې له ګډون څخه تېښته غوره کوي، ګوشه نيشيني او ناهيلي اختياروي ، له چا سره د خبرو کولو علاقه نه ښيي، خپل صحت او روغتيا ته پاملرنه نه کوي ، د ډېرغم او خفګان څخه دې ته زړه ښه کوي چې له دې ستونزمنې نړۍ څخه د تل لپاره وداع وکړي او يا هم د خپل غم څخه د څو شېبو د خلاصون لپاره په نشه يي توکو روږدي شي .

له خپل وجود څخه د بې خبرۍ په حالت کې د ژمي سختو يخنيو او د اوړي د موسم په سوځونکي ګرمۍ کې د سړکونو په غاړو او يا هم تر پلونو لاندې شپې او ورځې تيروي چې دغه ټول لاملونه د څو لسيزو جګړو او تاوتريخوالي څخه مونږ ته په ميراث را پاتې دي.

تاسو شاهد د حال ياستی چې زمونږ په هيواد کې له نورو زيات ښځينه طبقه د داشان پېښو ښکار شوې ده دا ځکه چې د ټولنې هر نارينه د يوې ښځې پلار، ورور، خاوند او يا زوی دی ، نو ځکه د نورو زيات ښځې له دا شان ذهني او روحي فشارونو او ناروغيو سره مخ دي .

نو په دغو دلايلو په ښځو کې د ځان وژنې او يا ځان سوځونې پېښې زياتې تر سترګو کيږي.

دا ټول هغه څه دي چې مونږ ته د جګړې په پايله کې په ميراث پاتې دي او زموږ د وګړو فکري سلامتيا يې سخته زيانمنه کړې ده.

په دې هکله د استاد ګل پاچا الفت د ليکوالۍ په کتاب کې د خادم صاحب له لورې د (اوښکو ارزاني) تر سرليک لاندې ليکل شوي دي :

که غله دانه او ارتزاقيات قيمته شي، خو د فصل په راوتلو رفع کيږي ، که کالي او لباس قيمته شي نو بيا هم څه نا څه ګوزاره کيږي.

که فيشني شيان قيمته شي نو قيمته دې شي که نه (( تجمل بېل شئ دی او زندګي بېل شئ دی )).

که اسعار قيمته شي نو د يو دولت په تصميم يې علاج کيږي او ممکنه ده غير ضروري او دويمه، دريمه درجه شيان له استعماله وغورځوي .

خو که دا ټول شيان په يوه سويه ارزانه شي د يو مملکت له پاره د رفاه وسايل لاس ته راځي ، اما ټولنيز سعادت او خوشبختي دغه وخت هم نه حاصليږي.

د ژوند سعادت او خوښي د مادياتو په زياتوالي او ډېروالي پورې دومره اړه نه لري لکه: د ضمير په ازادۍ او د روح په خوشخالۍ پورې .

په ژوند کې خطرناک او مدهوش حال دا دی چې اوښکې ارزانه شي، وېره دهشت او درد موجود وي خو دوا نه وي.

د داستان ستونزو د حل او مداو لپاره په کال ۱۳۸۴ هـ ش کې د وري د مياشتې په ۲۲ نېټه ((د خلکو په روحياتو د جګړو د ناړه اغېزو)) په هکله په مرکز کابل د انصاف هوټل کې د هيواد د ګڼ شمېر ليکوالانو، ارواپوهانو او روڼ اندو په ګډون د ارواه پوهانو د ټولنې له خوا يو علمي او څيړنيز سمينار جوړ شوی وو، د دغه سمينار برخه والو د جګړ ې د بدو پايلو او د جګړې له امله د راولاړو ناخوالو او په وګړو باندې د هغې د بدو او منفي اغېزو د فکري او ذهني کمزورتيا د مخنيوي په بېلابېلو چارو خبرې شوي دي او پر دې يې ټينګار کړی چې:

څنګه کېدای شي د دې مزمنې ناروغۍ ((ذهني فشارونو)) مخنيوی وشي، چې زمونږ ټولنه ورسره لاس او ګريوان ده .

اصلي خبره دا ده چې زمونږ په ټولنه کې د وژلو، وهلو، ډبولو ترڅنګ د کورنۍ جګړې په دوران کې د جنګي ډلو او خپلسرو قوماندانانو د پريمانه وسلو او مخدره توکو د قاچاق او استعمال له امله هم زمونږ ډېر شمېر هيوادوال په رواني او ذهني ناروغيو اخته شول او پايله يې دا شوه چې ټولنه د تاوتريخوالي، خپل منځي جګړو د اور په لمبو کې وسوځي.

څه پکار دي چې د جګړې له ناوړه اغېزو فکري او ذهني خرابوالي څخه هيواد وژغورو؟

د دې لپاره چې زمونږ جنګ ځپلي ولس څه نا څه له فکري اود ذهني فشارونو او کمزورتياوو څخه خلاصون موندلی وي نو بايد ترټولو د مخه د افغانستان اسلامی جمهوري دولت د وګړو د عمرونو ((سن))، وړتيا، فزيکي ځواکمنتيا، پوهې او مهارتونو ته په کتو سره د بې روزګاره هيوادوالو لپاره د کار ښه، مناسب او لاسته راوړونکي فرصتونه برابر کړي او په کارونو وګمارل شي.

د دولتي مؤسساتو ترڅنګ بايد خصوصي سکتور ته وده ورکړل شي او له هغه څخه داسې ژمنې ترلاسه شي چې بايد په خپله شته سرمايه يا پانګه کې د هيواد دننه هيوادوالو ته د ګمارنې او سالم مصروفيت په رامينځ ته کولو کې همکاري وکړي او بې روزګاره هيوادوال په کار وګماري، ځکه بې روزګاري د فسادونو مور ده .

نو رښتيا هم چې بې روزګاره خلک هر ډول نا قانونه کړنو ته لاس اچوي او د لږ مزد په ورکړې سره په ټولنه کې د معرضو کړيو د ناوړه کړنو په لاره کې د هغوی د لاس امسا جوړېدلی شي او د بې روزګاره وګړو په ګمارنې سره د جرايمو کچه راکميږي او په ټولنه کې امنيت او ثبات د ښه کېدو خوا ته ځي.

د روغتيا وزارت او په هغوی پورې اړوند سکتورونه په تېره بيا ((W.H.O)) يا نړيوال خوراکي سازمان بنسټيزه دنده لري چې د وګړو د غذايي ريژيم په برابرولو کې همکاري وکړي.

د هيواد د مرکز او ولايتونو په شمول د هيواد په لري پرتو سيمو کې د ارواپوهانو د ټولنې په همکارۍ د رواني او ذهني ناروغانو د درملنې له پاره دې روغتيايي مرکزونه جوړ او دا ډول ناروغان دې په کې تر درملنې لاندې ونيسي.

اړينه ده چې اړونده روغتيايي ادارې له ماشومانو سره د ميندو او پلرونو د ناوړه چلند ، لکه: شخړې، ځان وژنې، ځان سوځونې او تاوتريخوالي د مخنيوي او داسې نور لاملونو چې د ټولنې د وګړو د فکري او ذهني سلامتيا په زيانمنتيا تماميږي اود خلکو د رواني ناروغيو لامل ګرځي عامه پوهاوی په لاره واچول شي او به بېړنيو اقداماتو لاس پورې کړي .

په ذهني او فکري فشار اخته وګړي د پوره زړه سوي او ترحم وړ دي، بايد چې د انساني او اسلامي عاطفې له مخې ورسره نېک او حسنه چلند وشي.

روغتياپالان بايد ورسپارل شويو مسؤليتونو ته په ښه ډول د دې ډول کسانو درملنه وکړي او د يوه صحت مند شخص په توګه يې بېرته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي .

د کورنۍ د غړو له اوږو څخه هغه دروند بار چې د ذهني او روحي ناروغانو له امله په دوی د اوږو بار دي خلاصی پيدا کړي.