دخدای دمخلوق په خدمت کی دفخر افغان ژوندون -۶

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67507
رڼاګل اریوبزی
دخبریدو نیټه : 2016-12-25

 


او دخدایی خدمتګارو بی تاوه پاڅون

شپږمه برخه

د پښتنو په اقتصادی ژوند کی بنسټیز اوښتون

دټولو وروسته پاتی ټولنو په څیرپه پښتنی ټولنه کی هم ځمکه اومالداری«لومړی سیکټور» اویو څه لاسی صنعت«دوهم سیکټور» دکورنیو عایداتو سر چینی وی.په دواړو برخو کی هرڅه پخپل پخوانی کمیت اوکیفیت تکراریدل،په اوښتون،بدلون او پر مختګ څوک نه پوهیدل.دناپوهی او بی کسبی ترڅنګ دلته هم غلطو رواجونو او وروسته پاتی ذهنیتونو دپښتنو اقتصادی ژوند مړاوی اودومره بی خونده کړی وچی دخلکوډیره زیاته برخه یی په بیرحمی ځوروله.هرڅه مخ په ځوړند ول،دثبات او پر مختګ نښی اونښانی نه لیدل کیدی،بی وزلی اوبی وسی ورځ په ورځ زیاتیدله.ډیری کورنی دخپلی ګټی او لګښت تر منځ دانډول په فکر کی نه وی.په غلطو رواجونو او وروسته پاتی ذهنیتونوکی بیځایه لګښتونو او خر څونو لوړ مقام درلود او دسیالیو ډګر ګرځیدلی وچی په ښادیو او غمونو کی،په مړو او ودونو کی بیخی له کنتروله وتلی او دبی فکره سیالانو له پاره یی ترخی پایلی درلودلی.

په وادونو کی دجلی ولور دزوم له پاره دیوه درانده اقتصادی پیټی جوړول و او ورپسی بی شمیره میلمنو ته ډوډی ورکول و.سربیره پر دی«ډم به ښادی والاووته آینه ښودله پیسی به یی ټولولی،چابه ګلان ورکول اوپیسی به یی ټولولی ،بلخواته به باټ په غوګونو کی ګوتی ایښی وی مدح به یی ویله،چابه سپینلی لوګی کول روپی به یی اخیستی،که چابه خوښه وه او که نه خو دشرمه به یی غږ او غوږ نه کاوه اوروپی به یی ورکولی، لنډه داچی یو لوټ به و،ملا صاحب هم بی پیسو نکاح نه تړله.»[عبالغفارخان....۴۷م] دښادی شپی ورځی به د سیالی په نیشه کی دلوټ شپی ورځی شوی او پایله به یی نوره غریبی، نور پورونه اولا زیاته بی وزلی شوه.دا خو دښادیو مراسم و چی غمونه یی زیږول او بل خوا دمړی او غم مراسم هم درواج سره سم تر سره کیدل او دکورنی په اقتصادی ژوند یی کلک کلک ګوزارونه کول.لومړی کوزار یی سخات دی«دسخات نه وروسته به بیا نور خیراتونه شروع شول.هر ماښام به دمړی په ارواح خیرات کیده، تر جمعی پوری به هره جمعه خیرات کیده تر څلویښتو ورځو پوری،په څلوښتمه ورځ به بیا لوی خیرات وشو او بیا ورپسی دکال خیرات دی.په دغه طریقه زموږ دقام په کال په لکونو روپی خرڅیدلی.»[ عبدالغفارخان.....۴۲۰م] او بیانو دارنګه بد خرڅی ته اسلامی رنګ ورکول په حقیقت کی په اسلام پوری دروغ تپل دی،د دین او دنیا دواړو غرقیدل دی.

په دی ډ ول به په لاس کی شتمنی خلاصیدلی،بیا به یی په سود پیسی پور کولی او دتر بور سره یی په دی شان سیالیو کی خرڅولی، له دی لار ډیری کورنی دسودخورو په جال کی پریوتلی او بیا نو په نسلونو تری نه خلاصیدلی.تاریخ پوه علی خان محســود چی دژوند یوه برخه یی دپاچاخان سره تیره

کړیده لیکی چی.«پاچاخان ډیر داسی پښتانه لیدلی او ډیری کیسی یی هم اوریدلی دی چی دفضول لګښت له امله تبا او ورک شوی و،مزدوری پسی به کلکتی اوبمبیی ته لاړل.چونکه ددوی به څه کسب زده نه و نویابه پنډی شواو یابه دهندوانو د دکانونو او کورونو څوکیدار شو.پخوانی پښتون خان یا ملک به دفضول خرڅی له امله څوکیدار اودهندوانو ماشومان به یی قلارول. دغه فضول خرڅی او دتر بور سره دبی ځایه او غیری ضروری سیالی برکت و چی دوی خوبه ورک اوتبا شول او اولادونه او کورنی یی هم درویزو ته مجبورشول.»[علی خان محسود: دپا چاخان دفضول خر څی په ضد هلی ځلی،پښتونخوا ویپاڼه ۱۶۰۹۰۲۳م]

هو،بی ځایه سیالی،خرڅونه اولګښتونه دکورنیو داقتصاد په ملا تیر وژونکی ګوزارونه ووچی نه یوازی په یوه نسل نه محدودیدل بلکی زامنو اولمسیو ته یی هم ریښی غزولی. په پورونو کی ډوبی شوی کورنی په کلونوکلونودپورونو او دسود خورو دسودونو نه نه خلاصیدلی او ژوند یی دغریبی او بی وزلی نه دغلامی کچی ته راټیټیده.

په اقتصادی وروسته پا تی کیدو کی دملایانو،پیرانو،میاګانواو دهغوی دمریدانو اوشیخانوهم لو ی لاس و.دوی کار،کسب او فن ته په بده سترګه کتل،ژوند یی دخیراتونو،سخاتونو،ذ کاتون،صدقو اولنګرونوله لوری بسیا کیده.دښونځیو،مدرسو،پوهنی او زده کړی په ضد یی جهاد اعلان کړی و.پاچاخان وایی چی اسلام خوعلو م په نر او ښځه فرض کړی دی اودا یی هم ویلی دی چی:« په علم پسی ان تر چینه لاړ شی.چین کی خو منیه ،خلاصه او دعربی علم نه و،داسلام خو دعلم دحاصلولو غرض و.....د وی(ملایانو) دا فکر کاوه که په پښتنو کی علم او پوهه راشی زموږ دکان به سوړ شی.....موږ به ملایانو ته ډیره تسلی ورکوله چی که داقام ترقی وکړی تاسی به هم ترقی وکړی،خو دهغوی په دماغ کی دا نه راتله چی ګوندی پښتون قام اوورسره موږ ترقی کولی شو،دوی دومره په تیار خوری اوبیکاری عادت شوی وچی دجد وجهد ماده پکی پاتی شوی نه وه.»[عبدالغفارخان.....۶۵ م] د خپل ژوند لیک «زما ژوند او جدوجهد» په یوه بله برخه کی پاچاخان لیکی چی دترنګزو حاجی صاحب هم دعلم او دځوان نسل دښوونی او روزنی سره ډیره مینه درلو ده.موږ په ګډه دمدرسو سره د مرستی لاری چاری سنجولی. یوه ورځ می حاجی صاحب ته وویل چی:«ستا په لنګرکی ستاسی ډیر شیخان او مریدان بیکاره پراته دی که ورته ووایی چی میاشت کی یوه ورځ زموږ دمدرسو سره دامداد له پاره مزدوری وکړی او مدرسو ته یی راکړی،ددی نه به موږ ته ډیره فا یده را ورسیږی.حاجی صاحب ډیر وخندل او ویی ویل:که دوی کار کولی نو دلته یی بیا څه کول،دا تیار خواره دی، دوی ته کار کول بد ښکاری،حال داچی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:( الـکا ســب حــبــیــب ا لــه) یعنی کسبګر دخدای دوست دی.»[عبدالغفارخان......۸۶م]د خدای دا دوستان ملایانو،پیرانو،میاګانو،د لنګر شیخانو،خانانو اونوابانو نه دخدای دوستان او نه دځان سیالان ګڼل. په ټولنه حاکم ذهنیت کی کسبګرو لکه جولا،خټګر،بزګر،پښ،ترکاڼ اونورو ته په ټبټه سترګه کتل کیدل او کله کله خو به خانانو او نوابانو غلامان هم تری جوړول.دا چی پښتانه په نس ماړه او په تن پټ نه وو اولانه دی یو علت یی دادی چی له یوی خوا دبیځایه سیالیو په نیشه کی ډوب وو اولادی اوله بلی خوایی کسب اوکسبګرو ته په سپکه سترګه کتل،پایله یی دا شوه چی پښتون نه بریالی سودا ګرشو،نه تکړه بزګر او کسبګر شو.پاچاخان په خپل ژوند لیک کی ګیله کوی چی:«پښتنو ته زراعت سپک کار ښکاریدو،تجارت هم ورته سپک کار ښکاریده اوویل به یی چی داد بنیا،بقال او هندو کار دی.»[عدالغفارخان......۱۴۷م] دخدایی خدمتګارو یوه دنده داوه چی دا ذهنیت اصلاح کړی،دکسب،کار او زیار په هکله نوی ذهنیت،نوی فکر او نوی عادت راپیدا کړی.«پښتنو ته

دصنعت،اقتصاد او په خپل ځان دتکیه کولو درس»[اټر چند....۵۸م] ورکړی او دوی دبیلا بیلو کسبونوسره اشنا کړی. ددی له پاره چی پښتانه په اقتصادی ژوند کی په ځان تکیی کولو کچی ته ورسیږی دوو ټکو ته ډیره پاملرنه کیده:

لومړی ــ د کورنیو په اقتصاد کی مالی ډسیپلین،دبیځایه خرڅونو اولګښتونو مخنیوی اوپه غلطو رواجونو او سیالیو بری،یانی دژوند ساده کول اوله پورونو ځان ساتل،

د وهم ــ دکورنیو تولیداتو د کچی لوړول،په تیره بیا لاسی صنعت،کرنی اوتجارت ته دخلکو هڅول. پاچاخان ته دا پته وه چی په اقتصادی لکچرونو او اوږدو تقریرونو دی موخی ته نشی رسیدلی ځکه چی پښتانه«په افسانواو کیسو نه پوهیږی، که هر کار چی په دوی کوی نوځان ورته نمونه کړه،چی ته روان شی نو دوی هم درپسی روانیږی.»[عبدالغفارخان.....۱۷۵م] حقیقنت دادی چی پاچاخان له وړوکتوبه په ځا ن مسلط و او په ژوند کی یی له تدبیره کار اخیست.دی لیکی چی:«زه دوړوکوالی نه کفایت شعاره وم او دخپل خرڅ د پیسو نه به می بچت کاوه همدا وجه ده چی ما پخپل ټول عمر کی دچانه قرض نه دی غوښتی اونه چا ته محتاج شوی یم.»[عبدالغفارخان.....۲۹م]په ځوانی کی خو یی د خپلی طبقی(خانی)ژوند سره له سره پریکړه وکړه او دخپل بی وزله ولس په منځ کی ودریده.دخپلو مټو کار،دخمتا جامی،دخامتا څادر،پیښوری څپلی،لری پرتو کلیو اوښارو ته دریل په دریمه درجه ډبه کی سفرونه او ساده خوراکونه یی دژوند دایمی بدرګه شوه.اټرچند دمهادیو دیسی له خولی لیکی چی:« زه فکر نه کوم چی هغه دی پخپل ژوند کی کوم لمونځ قضا کړی وی.....زه دڅو تنو مسلمانو ملګرو د درلودلو اعزاز لرم،چی ُد فولادو په شان کلک او سیخ دی اود هندوانو او مسلمانانو دیووالی له پاره هر ډول سر ښندنی له پاره چمتو دی،خوزه تر اوسه داسی څوک نه پیژنم،چی په سپیڅلتیا ،سرسخته، ذاهدانه اوریاضت کشه ژوند درلودلو کی دی له غفار خان څخه لوړه درجه ولری او یا هم له هغه سره دی برابر وی،دغفارخان له دی ځانکړو سره په خدای باندی دهغه کلکه عقیده هم ملکری ده.»[اټر چند.....۴۷ـ ۴۸م] خدایی خد متګارو دپاچاخان د ژوند دستورځانته دنمونی په توکه وټاکه او دخپل مرام په اوومه او اتمه ماده کی یی په لاندی ټکو ځای ورکړ:«۷ــ هر خدایی خدمتګار به ساده ژوند اختیاروی.۸ــ هر خدا یی خد متګاربه خپل حلال کسب او کار کوی،دبیکاری او تیار خوری ژوند به نه خوښوی.«[د علومو اکاډمی......۱۴م] دتیار خوری او بیکاری ژوند پیکه او دلټی ژوند دی،دا ژوند دپر مختګ په وړاندی خنډ دی،د سپین سترګی اوسر ټیټی ژوند دی.نوځکه دبیکاری او تیار خوری نه لاس په سر کیدل او دخپلو مټو حلال کسب اوکار نه یوازی داقتصادی پر مختګ بلکی نورو ته داړتیانه دازادی،خپلواکی او په دی توګه دسر لوړی لار هم ده.خدا یی خدمتګار د دی سیاست په برکت دبل چا د پور اومنت لاندی رانه غلل،په اقتصادی ژوند کی په ځان بسیا او په سیاسی مبارزو کی ازاد اوخپلواک پاتی شول. د۱۹۳۱م کال داکټوبر په میاشت کی جواهر لال نهرو دکانګرس له خوا دخدا یی خدمتګارو دجرګی سره دمالی مرستی له پاره په هره میاشت د زر(۱۰۰۰)روپیو وړاندیز وکړ،خو پاچا خان ور غبرګه کړه چی:« پنډت صاحب موږ ستاسی پیسو ته اړتیا نه لرو...تاسی خپل بار ته اوږه ورکړی او موږ یی باید خپل.»[اټر چند....۲۲۷م] په رښتبا چی فخر افغان او خدایی خدمتګارو دخپلو مبارزو په سیاسی او ټولنیز ډګرکی په پردیو پیسو نه بلکی په خپله اقتصادی بسیا او دکرکټر په سپیڅلتیا ډډه لګوله.عقیده په دی وه چی پردی پیسی خلاصیږی،فسادونه هم تری راپیدا کیږی،خو دکرکټر چینی نه وچیږی،راوانی وی ،تل بهیږی او له دی دریځ نه دزمانی ننګیالی ــ خوشال خټک ــ روح هم را څرګندیږی.دی کاږی:

چی و خپلی کامرانی وته می شاکړه

غــم اند وه د فلک نه لرم پروا هــم

د منت دارو که مرم په کارمی نه دی

کــه علاج لره می راشی مــسیحا هم

اقتصادی بسیا،سیاسی او ټولنیزی سپیڅلتیا په ولس کی دخدایی خدمتګا رو ګرانښت او اعتباراو په دی توګه دهغوی ځواګمنی هغی کچی ته ورسول چی دخپلواکی په مبارزه کی یی دخپل انډیوال ــ دهند دکانګرس ګوند ــ مرسته هم نه غوښته او نه یی اړتیا ورته درلوده.دسپما دسیاست ترڅنګ پاچاخان دی ته هم ملا تړلی وه چی دکورنیو تولیداتو سطحه وچته کړی،پښتانه د کسبونو زده کړی او په کرنه کی پرمختګ ته وهڅوی او تجارت ته یی مخه کړی.اټرچند دپاچاخان له خولی لیکی چی:«زموږ په خواوو کی زیات شمیر جولا ګان دی،خو دوی وروورو له نړی روان دی،او زه باید له خدایه ډیرمنندویه واوسم،که می پخپلو ټولو ولسوالیو کی دڅرخی چلول خپور کړای شو.خو دڅرخی چلولو زما دا خبری به ترهغو بی معنی وی،ترڅوچی،زه یی خپله چلول زده نه کړم او په منظمه توګه یی ونه کړم.»[اټرچند....۴۸م] پاچا خان دخامتا داوبدلوچل زده کړ او ځان یی یو ځل بیا خپلو خلکو ته نمونه کړ.ورپسی خان عبدالغفارخان او ملګرو یی دکلی،ضلعی او صوبی په کچه د رضا کاره کسبګروروزنیز کمپونه جوړ کړل.«رضا کاران په ډیر دقت سره غوره کیدل.داضروروه ،چی دوی باید په منظمه توګه اوبد ل وکړی،باید پوره تعلیم ولری چی د هغه تحریک،چی دوی پکی برخه اخلی،پر اصولو وپوهیدای شی.....په عدم تشد د ټینګه عقیده ولری،دکلیو پاکول،هرکلیوال ته دحفظ الصحی دمیتودونو ښودل،کور په کور ګرځیدل اوخلکو ته اوبدل ورزده کول،په ورځنی ژوند کی دعدم تشد د تمرین،د یوه رضاکار دلوازمو څخه شمیرل کیدل.»[اټر چند....۱۲۳م]په کمپونوکی ژوند دسهار په لماځه پیل کیده،دکار دپیل نه وړاندی به شل دقیقی جسمی تمرین کیده.تر سباناری وروسته به د رضاکارانو پنځه کسیزی ډلی جوړیدلی او کاونډیو کلیو ته به تللی.د ډلی مشر به په څرخې اوبدل دخلکو ننداری ته وړاندی کول او نورو رضاکارا نو به دکلی کوڅی پاکولی او دکلی ښځوته به یی دروغتیا ساتنی میتودونه ښودل.

«په کلی کی د دوو ساعتو له تیریدونه وروسته به رضاکاران بیرته کمپونو ته ستنیدل چی دخدایی خدمتګارو داصولو سره سم درس ته غوږ ونیسی،بیا به دری ساعته ډوډی خوړلو،استراحت او لمانځه ته ورکول کیده.له دغی موقتی رخصتی وروسته به هر رضاکار دری ساعته اوبدل کول،ماښام به کلیوال هم راغوښتل کیدل،چی له کمپونو څخه لیدنه وکړی.دوی ته به درضاکارانو له خوا دروزنیزو تبلیغاتو له لاری وینا کیدله......په شپه کی به دکمپ اوسیدونکو ته درښتینی مذهب تعلیمات ورکول کیدل.»[اټر چند.....۱۴۲م] د کمپونوسره بل چا مالی مرسته نه ده کړی ټول لګښتونه خدا یی خد متګارواو نورو ګډونکونکو رضاکارو په ځان منلی و.ژوند ساده و،رضاکارو ته هر سهار یوځل چای ورکول کیده.ډوډی دشړومبو،دلواویاد سابو سره وه او دشپی خوب په بید یا کیده.« دایالت شتمنی طبقی که هند و و،که مسلمان او آن روښانفکره ډلی له دغه کار سره چی هدف یی دهیواد پرمختک و هیڅ لیوالتیا نه ښودله.»[اټر چند......۱۴۳م]په کمپونوکی تخنیکی،دینی او په ټولنیز ژوند پوری تړلی زده کړی سره یوځای شوی وی او له امله یی دخلکو په اقتصادی او ټو لنیز ژوند کی د سمون نښی او نښانی راښکاره شوی.دکسبونو زده کړی ته یی مخه شوه او په سیاسی او ټولنیز شعور کی بدلون راڅرګند شو.له بلی خوا ډیرکسبګران او نور غریبانان دخدایی خدمتګارو په لیکوکی تنظیم شوی وو.په دی غور ځنګ کی کسبګران،خانان اونوکران ټول یو له بل سره برابر انسانان وواو مشرتابه ته

درسیدو لار کوم بل کرامت نه بلکی یوازی اویوازی دخدای مخلوق ته دخد مت لاروه.په دی سازمان کی اتیا سلنه مشران کسبګران اویا نور غریبانان وو. دتنظیم په د ننه کی خانانو دهغو مشرانو دستورونه منل چی دتنظیم نه دباندی به کسبګران اویا دهمدی خانانو نوکران ول.«زموږ مشری په خانی نه وه په خدمت وه،زموږ داتمانزو جرنیل شاخیل وزیارتګل نوم یی و،د دوی ماتحت ډبرخانان،اربابان،میاګان او ملایان وو،د دوی حکم به یی د تنخوا دارو نوکرانوپه شان منلو....په خدایی خدمتګارو کی یوه ښکلی وروری وه،محبت واوهر کار ته په چی مقرر شو هغه به یی په مینه او محبت کولو،»[عبدالغفارخان.......۶۵۶م] دخدایی خدمتګارو په سازمان دی مسلط انسانی ارزښت په ولس کی دکسبګرو انسانی حیثیت او په ټو لنه کی دکسب اهمیت را ژوندی او وچت کړ.پښتانه مخ په ویښید و شول او کسبونه مخ په غوړیدو شول.مطلب مو دا نه دی چی ګوندی دسویس دلاسی صنایعو کچی ته ورسید ل،دا ډول پر تلنه په تاریخی لحاظ پو هنیز بنسټ هم نه لری،دلته یوه بله پرتلنه،چی تر ډیره منطقی ښکاری،په نظرکی لرواو هغه دا چی زه«ددی کرښو لیکونکی» د۲۰۱۱م کال په اوړی کی کابل ته تللی وم،هلته می په کابل پوهنتون کی داستادانو او زما پخوانیو همکارانو سره اوږدی خبری او بحثونه وکړل، په حرفوی زده کړوباند دبحث په بهیر کی راته وویل شو چی نن سبا دلته دپښتونخوا نه د ۱۵۰۰۰۰ــ ۲۰۰۰۰۰ پوری کسبګر او فنی کارګران داقتصاد په بیلا بیلو برخو کی په کار مشغول دی.علت یی دا نه دی چی ګوندی دلته بیکاری ورکه شوی اوله منځه تللی ده بلکی په افغانستان کی،د فسادونو او رشوتو، دچور او لوټماری په ننی ګلستان کی بشری ځواکونه دکسبونواو کمالونو دزده کړی نه بی برخی پاتی دشوی دی،په ملیونوانسانان له بیکاری ځوریږی،ځکه چی په کسبونو نه پوهیږی.له بلی خوا ډلی ډلی ناروغان وینو چی له بی شمیره ستونځو سره سره د درملی له پاره حتی دپلاز مینی کابل څخه پيښور ته ځی ،ځکه چی په کابل کی په سمه درملی باور نه لری.دا حقیقت په کابل او پیښور کی دعلومو او کسبونو دپر مختګ تر منځ تو پیر راښیی.په ګډه مو ځانو ته داسی تسلی ورکوله چی خیر که پیښور په علومو او فنونوکی ترکابل ډیر پرمخ تللی نو پیښور هم په فسادونو اورشتونو کی دکابل مقام ته نه دی رسیدلی.که ځنی وزیران،والیان،ډیپلوماتان اووکیلان مومنځنی زده کړی نه لری نو په غلا،چور اولوټماری کی خو دښو تجروبو خاوندان دی،په سپین سترګی او سرټیټی کی خو تر هرچا اتلان دی.

په هر صورت کوم پر مختګونه چی نن سبا په پښتونخواکی تر سترګو کیږی،نه په پښتنو دانګریزانو لورونه وه او نه د پنجابیانو پیرزوینه،د دی بنسټ او ددی له پاره دولس ذهنیت فخر افغان او خدایی خدمتګارو لومړی دانګریزی او ور پسی دپنجابی ترور په شرایطو کی جوړ کړی دی.په دی وخت کی کسب او لاسی صنعت تخنیکی او اقتصادی ارزښت درلود خو دکلنیوعایداتو لویه سرچینه ځمکه وه.دځمکو خاوندان ،لوی اوواړه خانان دخپلی ځمکی دخاوری په برکت او په کرنه کی دپرمختګ په ارزښت نه پوهیدل او یوازی دپلار او نیکه نه ورپاتی شوی میراث ته هوسیدل.پاچاخان لیکی چی:«دخان تعریف به داو چی یره فلانی ډیرلوی خان دی دخپل پټی پوله ورته معلومه نه ده،ما وی هلکوتاسی فکر وکړی داخان دی اوکه دا خردی چی خپل پټی نه پیژنی.موږه له یوی خوانه په دوره ګرځیدو او دپښتنو دذهنیت اصلاح موکوله ،دبلی خوا نه موخپلی مټی راونغښتی په خپل پټی کی موپخپله کار کولو،زما دتعلیم ملګری عبدالحلیم دغه وخت دزراعت په محکمه کی مقرر شوی و،دهغه په کمک ما دمیوی یو باغ جوړ که،تر دغه وخته پوری سبزی اوترکاری له ښاره کلو ته راتلله ما چی باغ جوړ کړوسبزی او ترکاری به می هم کرله او خلکو ته به می ښودله.........چی زراعت ته دخلکو مخه شوه ما په اتمانزو کی دګوړی منډیی پرانسته،نورو خانانو او تر بورانو به را پوری ملنډی وهلی چی ته ګوره دبڼیانو کار یی شروع کړ،زموږ تجارت ټول دغه وخت د هند وانو او پرچګانو په

لاس کی و،مسلمانان په تجارت شرمیدل،زموږ ګټه وټه ټوله هندوانو او پرچګانو وړه. ما دچا دپیغورونو پروا نه کوله هره میاشت به می یوځل خانانو ته چای ورکړی راجمع به می کړل او ورته به می وویل چی ستا دځمکی چی څومره قیمت دی ما دهغی په لسمه برخه سرمایه په منډیی کی بنده کړی ده،تاته چی هغومره سرمایه په کال کی کټه کوی،ماته یی په میاشت کی کوی، بیا به می دمنډیی حساب کتاب ور وښو دلودا به می هم ورته ووی چی موږ سره په منډیی کی منشیان،ډروایان او پانډیان هم کار کوی او ځانته نفقه ګټی....دوی به می دعه شان دتجارت په ګټه پوه کول، په لږه موده کی د يښتنو تجارت ته میلان پیدا شواو زموږ تجارت زموږ په لاس راغی.......ددی کوششونو او عملی نمونه کیدلو په نتیجه کی په خلکو کی دزراعت او تجارت شوق زیات شو او دومره انقلاب راغی چی نن زموږ علاقه کی زراعت دومره مخکی دی او تجارت دومره ترقی کړی ده چی دهغه وخت ډیر معمولی کسان اوس لوی لوی کسان دی او لوی لوی زراعتی فارمونه ،تجارت خانی او کار خانی یی جوړی ګړی دی.»[عبدالغفارخان......۱۷۴ــ۱۷۵م].

په دی توګه د فخر افغان دانسان او ولس پالنی مبارزی په پایله کی دپښتنو اقتصادی ذهنیت مخ به وده شو، کسبونوترقی وکړه او په ټولنه کی د کسبګر انسانی حیثیت وچت شواو هغه خان چی دخپل پټی پولی یی نه پیژندی دکرنیز فارم خاوند شو، دتجارت سره پخلا،دفابریکی څښتن او د ماشینی صنعت سره اشنا شو.دا یو اوښتون و، پښتنو په اقتصادی ذهنیت اوفعالیت کی یو بنسټیز بدلون وچی سیاسی چوکاټ یی دفخرافغان اود خدایی خد متګارو دخپلواکی له پاره بی تاوه پاڅون و.په راتلونکی اووروستی برخه کی به ووینو چی بیتاوه پاڅون د پښتنو ترمنځ دتاو تریخوالی په کمولو او دهند دنیمی وچی نه دانګریزانو په شړلو کی څه ډول بریاوی تر لاسه کړی دی.