کندهار والي: ټولي امنيتي ستونزي او ننګوني همدا نن ولسمشر ته وړاندي کوم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67508
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-12-28

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي نن په امنيتي غونډه کي وويل چي ټولي امنيتي ستونزي، ننګوني او وړانديزونه همدا نن ولسمشر ته وړاندي کوي او د هواري لپاره يې د جدي اقداماتو غوښتنه ځني کوي.
ښاغلي عزيزي په امنيتي غونډه کي د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد ته ټليفوني زنګ وواهه او ټولي هغه ستونزي، ننګوني او وړانديزونه يې ورته وويل چي امنيتي ځواکونه ورسره لاس او ګرېوان دي او د هغو ستونزو د ژر تر ژره هواري غوښتنه... يې ځني وکړه.
کندهار والي امنيتي ځواکونو ته وويل: که موږ غواړو چي د کندهار اوسېدونکو ته خجل ونه اوسو، وجداني ارامي ولرو او د دغو ځورېدلو خلکو د ژوند غم وخورو، نو د خدای په لحاظ د خپلو خلکو په خاطر راسئ نن دلته تعهد وکړو چي وظايف به په سم ډول مخته وړو، په امنيتي ليکو کي به نيمګړتياوي او ستونزي له منځه وړو او له موجوده امکاناتو څخه به اعظمي استفاده کوو.
ښاغلي عزيزي زياته کړه چي د امنيتي ليکو ټولي ستونزي يې ياداښت کړې او نن به دغه ستونزي ولسمشر ته وړاندي کړي او غوښتنه به ځني وکړي چي اړوندو وزارتونو ته جدي هدايات وکړي چي دغه ستونزي ژر تر ژره هواري کړي.

باید یاونه وکړو چي د کندهار ولس د ملي پولیسو د خپلسرو او قانون ماتولو څخه په تنګ راغلی دی . په ښار کي خپل سري ملیشي هره ورځ ځوانان د نا معلومو موخو لپآره  پورته کوي چي بیا ئې هیڅ امنیتي  اداره جواب نسي ویلای