څلور تنه د وسلوالو سره د اړیکو او جعلي پیسو د کاروبار په جرم ونیول شول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67510
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-01-01


په ننګرهار ولایت کې ملي او سرحدي پولیسو د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې دوه تنه د وسله والو طالبانو سره د اړېکو په تور او دوه تنه نور د جعلي پيسو د کاروبار په جرم نیولي دي .

د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ملي پولیسو دوه تنه موسی خان او سردار محمد د وسله والو طالبانو سره د اړېکو لرلو په تور نیولي،چې د مګړۍ د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مدیریت کې تر څېړنو لاندې دي .

همدا راز سرحدي پولیسو په تورخم ښارګوټې کې د شمشاد په نوم یو خوړنځآی کې دوه تنه د جعلي پیسو کاروباریان نیولي دي .

یادو کسانو غوښتل چې ۱۲۲ زره پاکستانۍ جعلي کلدارې د تورخم په ښارګوټې کې وکاروي،چې د پیسو سره یو ځای لاس په لاس ونیول شول .

د معلوماتو له مخې نيول شوي کسان د پروان ولايت دغوربند ولسوالۍ اوسيدونکي دي