غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67515
پوهنمل محمد وارث
دخبریدو نیټه : 2017-01-01

 

دلته په رڼا ورځی اسمان ليونی شوی دی
 خمکه ئې سره کړې هم انسان ليونی شوی دی

 وخته تا د ژوند له کږليچو سره اشنا کړو خو
 ستړو ستړو زړونو کې ارمان ليونی شوی دی

 اور د ټولې ځمکې لر او بره خوا نيولې ده
 خپله هم انسان او هم جهان ليونی شوی دی

 سپرليه تا وعده په خپله خوله د راتګ کړې
 پام کوه را نه شې چې خزان ليونی شوی دی

 ستا ياغي څپې اوس له ساحله انتقام اخلي
 ګوره سمندره چې توپان ليونی شوی دی

 کاڼو باندې نخښې د تندي ( وارثه ) ماتې کړه
 ستا له بده بخته اوس زمان ليونی شوی دی