سرشاره مدیر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67517
روغوال
دخبریدو نیټه : 2017-01-01


 په یوه ریاست کښې یو مامور بل مامور ته وویل، چې مامور صاحب ! دا پلانکې مدیرصاحب د خریداری ته وګوره ، چې ښه سرشاره وظیفه اجرا کوی، نه د وزیر څه پروا لری ، نه دریس ، نه حاضرۍ ، او نه د څارنوالانو ! نو دی بل مامور ورته په ځواب کښې وویل ، مامورصاحب لکه چې ته دا نوموړې مدیرصیب نه پیژنی ، نو اولنی مامور ورته وویل ،چې والله ښه شناخت ورسره نلرم ، نو دوهمی مامور ورته په ځواب کښې وویل ، چې مامور صاحب نوموړې د پلانکی وکیل صاحب اوخې دي، نو اولنی مامور صاحب یو اف وکړو ، او دی بل مامور ته یی وویل، چې خدای تعالی دی نور زمونږ پدی وطن کښې دا د وکیلانو نظام ختم کړی۰ چې د بغضو خلکو یی سټی وویستلی ، او بغضو خلکو پکښی څټونه او مزی وکړی۰