کندهار والي ګواښ کړی که غوښتني ونه منل سي نو خپلي اړتياوي به رسنيزي کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67524
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-01-04

کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي په امنيتي غونډه کي وويل چي که وزارتونه په کندهار کي له اړوندو امنيتي ادارو سره د تجهيزاتو او اکمالاتو همکاري ونه کړي او دا حالت همداسي دوام وکړي، نو د مجبورۍ له مخي به دا مسايل له رسنيو سره شريک کړي.

په هغه امنیتي غونډه کي چي نن د ولایت په مقام کي جوړه سوې وه  د امنيتي ادارو مسئولينو له کورنيو چارو وزارت او دفاع وزارت څخه شکايت وکړ او ويې ويل چي امنيتي او دفاعي وزارتونه د کندهار د امنيتي ادارو غوښتنو، وړانديزونو او اړتياوو ته ځواب نه وايي، په داسي حال کي چي د کندهار ادارې تجهيزاتو او اکمالاتو ته سخته اړتيا لري. وروسته تر دې چي دوی خپل شکايات وړاندي کړل، کندهار والي وويل چي تاسو کره اسناد راکړئ چي وښيي تاسو وزارتونو ته خپلي غوښتني وړاندي کړي وي، که وزارتونه بيا هم همکاري ونه کړي، نو د مجبورۍ له مخي به د رسنيو له لاري خپلي غوښتني وړاندي کړي، خو د دې تر څنګ يې ټينګار وکړ چي هره اداره بايد پر وخت خپل پېشنهادات وزارتونو ته ولېږي تر څو وزارتونه وتوانيږي چي په ولايتونو کي خپلي ادارې تجهيز کړي. نوموړي ټولو امنيتي ادارو ته امر وکړ چي د تجهيزاتو او اکمالاتو غوښتني بايد د اړتيا له مخي وسي او وخت بايد په پام کي ونيول سي، ځکه هر وزارت چي ولايتونو ته مرسته رسوي، نو د يو خاص مېکانيزم له مخي اقدام کوي.