د دوو قوماندانانو په ګډون ۴ وسله وال طالبان ووژل شول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67529
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-01-09

ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو د ځآنګړې قطعې له لورې تېره شپه عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي .

چارواکي ادعا کوي چي نیول شوي قوماندانان عمران خان چې مشهور په ډاکټر زکریا او بل شاهین نومیده،د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې په یوشمیر بریدونو کې لاس درلود.

همدا راز یادو منسوبینو د ضیاالرحمن او سربلند په نومونو دوه تنه نور وسله وال طالبان ژوندي نیولي،چې ورسره بېلابېلې وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي.