غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67533
روغوال
دخبریدو نیټه : 2017-01-09


غزل

 ای خدایه دي وطن کښی سم د کا ر خلک پیدا کړي
 چې راویښ کړي اولسوونه خد متګا ر خلک پیدا کړي
 د بحر منځ کښی ګیر یو هری خوا مو تا ریکي ده
 چې مونږ د تیارو بچ کړي لږ هوښیار خلک پیدا کړي
 په کوم لار چې روان یو پدي لار کې ګړنګونه
 چې تیر مونږ د خطر کړي ویښ بیدا ر خلک پیدا کړي
 چې پاتی د کار وان یو دا د علم کمبودي ده
 د پوهی او د علم طلب ګار خلک پیدا کړي
(روغواله) د ي بلا نه د خلاصې لاره تعلیم ده
 د علم په حق لاره کښی لږ نامدار خلک پیدا کړي