دکابل دسیاسي حالاتو یوه منظره؟!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67534
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2017-01-09


دافغانستان دحالاتو چې وګورې انځورونه
 تر سپینو ډیر کارسوي په کې خړ او تور رنګونه
 د قاتلانو مالومیږي په لوخړه کې پوسترونه
 په کاروبار کې ښکاري درغلي، تګي او چمونه
 له نفرت او کرکو خړې دوړې نیولې فضا ده
 هر خوا ته ښکارې دغولولو توپانونه او دودونه
 هر ګوټ کې درواغ ،غلا،فساد او خیانت دی
 خلک خوښوي تر تازه ګلونو کاغذي ګلونه
 د رښتیا اواره نسته هر خوا غرونه د درواغو دي
 واکمن خونکار لیوان، سوي خلک سکښتي پسونه
 یو درواغجن مامور زر ساده خلک سم پیایي ښار کې
 دلته اوس خلک خوښوي تور رټلي شیطاني کارونه
 یو غل په کې ان دآزادي اخيستلو اتل نه مني
 ورسره پرتله کوي د وطنپلورو غلو سپک نومونه
 بدو واک تر لاس کړ اوس غواړي معنوي لقبونه
 دا ویښیاران غواړی میم زر مه ټول زما ارزښتونه
 هر خاین فاسید دلته جنګ وجنجال ته تیارسید دی
 چې خلاص نسي دهغو د تورو پیسو کتابونو حسابونه
 هر ورځ دلته یو ه پېښه لکه پوڅکي سر راباسي
 خاین پوهیږي څنکه په لاپو پيل کړي زرګري جنګونه
 یو تور وایي هله ژرکوه ما سپین رنګ کې غوټه کړه
 بل تور وایي هله زماتورو ته ورکړه سپین مډالونه
 تور کاڼي کله سپينیږي په اوبو ددریابونو سیندو نو
 آیاد صداقت مډال صابون دی چې ورک کړي داغونه
 عجبه ټول لیوان په یو ډک دستر خوان سره ناست دي
 یو بل ته لغړوي دپلورلي وطن د الوی پسونو سرونه
 بل کار نسته ټول ورځ بیله دباټو د هوايي بوغۍ پړسول
 فیس بوک کې یو بل ته غورځول د ښکنځلو هاوانونه
 په دې وطن کې د لوچکو ګوزاره سوې ډیره اسانه
 دا اصیل لوچکان ان دولت ته کوي هر ورځ ګوا ښونه
 لوچک نه پوهیږي نور څه وکړې له ډیره اهلیته
 د ساتیري لپاره اوس د یو بل باسي پتلون او پرتوګونه
 هریخوا ته دخوشحالی مینونه او ځان وژنه ده
 په اسمان کې ښکاري د سپينو کوتروهګۍ لکه بمونه
 یو له مړښته چوي بل له لوږي مري په دي وطن کې
 هغه چې له مړښته چوي دهغوی قبرونه سي زیارتونه
 وطن کې جشن دی هر خواته رپی شنه سره جنډې
 لیدل کیږي د سرګ تر غاړې غځیدلی سره بیرغونه
 اخیر یې څه ، اخیریې څه کیږی اخیر یې څه
 یو مریي ځي د بل مریي په مړو ګرځوي دبل ټانکونه
 راځئ ټول سره یولاس سو پاک داد حالاتو انځور کړو
 پاک یا سپين کړو د پردو واکونوخړ او تور رنګونه
 دبل توپان مخکې دوطن د بیا پلورلو شانتی فضا ده
 شاید د واکمنو د پرتوګونو ایستلو په لارې وي سیلابونه