غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67537
مصطفی ارین
دخبریدو نیټه : 2017-01-09


 بیګا د بزم په محفل دې فنکاري کړيده
 مطربه تا مې د غـزل ترجماني کـړیده
 ستا د ګریوان محل هم څومره باراني سیمه ده
 دا نن دې ځکه د ګلانو ارزاني کړیده
 کوم سودا ګر حسن ئې وړې ټول د ښاره سره
 انصافه وایه دا ئې څومره بې انصافي کړیده
 چې هم پيریان پخلا کوم هم قصیدې پخوم
 دا مې هنر دی ما ټول عمر ملنګي کړیده
 خدایه ما او تا په ګډه څومره ښه کارونه کړي
 تا ئې تصویر ویستلې ما ئې شاعري کړیده
 زه چې په وچه ځمکه رسم د ګلاب وباسم
 ما د کابل د سیند په شګو کې مستي کړیده
 د یارۍ نښه مې غوښته د زنې خال ئې راکړو
 بس ما آرین سره ئې دغومره ځواني کړیده