دیموکراتان او د خپلو ماتو د توجیه هڅه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67538
سرلوڅ مرادزی
دخبریدو نیټه : 2017-01-09



دیموکراتان چې دوه ځلې یا اته کلونه پرله پسې يي د امریکا د چارو واګي په لاس کې درلودې، له راز راز تورونو سره سره په ټولټاکنو کې له غوڅې ماتې وروسته اوس چې واک جمهوریپالو ته سپاري، هڅه کوي افغانستان کې خپلې تېروتنې او پرله پسې ماتې د هغو د ریښتینو لاملونو د سپړلو پرځای، په خوشې خبرو او بېځایه لاپو باټو توجیه او په دې توګه ځانونه سپین وځلوي.
که څه هم امریکا د جمهوریپالو په واکمنۍ په ۲۰۰۱ کال کې د ښکلو او په زړه پورې شعارونو سره چې افغانستان او سیمه به د طالبانو، القاعده او د دوی په ټکو د راز راز ترهګرو له منګولو خوندې کوي او د وخت له غوښتنو سره سم به افغانستان کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو کې افغانانو سره مرسته کوي، دلته راغله. خو په افغانستان او سیمه کې حالات هغه مهال نور هم کړکېچن شول چې په ۲۰۰۸ کال کې دیموکواتانو ټولټاکنې وګټلې او په نوي یمه لسیزه کې د کلنټن له اته کلن پیر وروسته چې افغانستان پکې د دوی د څار لاندې تنظیمي جګړو کنډواله کړ، یو ځل بیا د اتو کلونو لپاره په امریکا کې واکمنۍ ته ورسېدل.
دیموکراتانو چې اوباما يي مشري کوله او میرمن کلنټن يی په لومړي او جان کیري يی په دوهم پړاو د بهرنیو چارو دندې مخې ته وړلې، د افغانستان قضیه له پخوا زیاته کړکېچنه کړه او تر اوسه يي ناحله پریښوده! نن د افغانستان حالات چې عمومي مدیریت يی د ناټو په مشرۍ د امریکا په لاس کې دي په تېره بیا د بهرنیو هېوادو د لاسوهنو له ګوټ څخه، د ۲۰۰۸ کال په پرتله چې دیموکراتانو واکمني ترلاسه کړې، ډېر پیچلي او ستونزمن دي.
که په کور دننه د افغانستان وضعه وکتل شي، هغه څه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری يي بیانوي له حقیقت سره اړخ نه لګوي. جان کیري چې ښای د افغانستان په اړه يي د حکومت له دریځه دا وروستۍ څرګندونې وي، په یوه خبري ناسته کې وايی«په افغانستان کې د کړکېچ د رامنځته کېدو مخنیوی مې کړی» او زیاتوی،« موږ ټول پوهېږو، چې اوضاع څومره کړکېچنه کېدای شوه. کله چې ټاکنې له جدي ننګونو سره مخ شوې، افغانستان د پرځېدو په غاړه ولاړ وو، آن داسې اټکل کېده چې دا کړکېچ په کورنۍ جګړې بدل شي. طلوع تلویزیون»
خو همدغه جان کیری بیا څو ځلې مخکې ویلي وو چې د ملي یووالي حکومت د ولسمشر غني وړاندیز و او که چیری ولسمشر غني نه وای غوښتی، دا حکومت پر هغه چا نه شو منلای!
هغه حکومت يی چې جان کیری يي په منځګړیتوب خوښي څرګندوي او خپله بېسارې لاسته راوړنه يي بولي، نه یوازې دا چې د کړکېچ مخه يي نه ده نیولې بلکې دا حکومت خپله د کړکېچ لویه وسیله ده! که په ټولټاکنو کې د امریکا په مشرۍ نورو بهرنیانو لاسوهنه نه وای کړې، ټاکنې دومره کړکېچ ته نه تللې. دوه سری حکومت د ټاکنو پایله نه ده، ټاکنې رڼې وي یانې ګټونکی او بایلونکی يي مالوم وو، خو لومړی ټاکنې په لویلاس لانجمنې او دوه سری شوې چې د جان کیری د منځګړیتوب او په پای کې د دوه سري حکومت لپاره پلمه او لار تراشل شوې وای!
نو ځکه ویلای شو جان کیری او د هغه منځګړیتوب د حکومت کړکېچ حل نه کړ، بلکې د بن حکومت ته ورته، یو بل کړکېچن حکومت يی پر افغانانو وروتپه چې پنځه کلونه به يی افغانان تر چغ لاندې ناخوالې ګالي.
د اوباما په مشرۍ د امریکا په ډېر فشار او غوړو ژمنو افغانستان له امریکا سره ستراتېژیک او امنیتي تړونونه لاسلیک کړل. افغانستان په دغو تړونو سره خپله دودیزه ناپېیلې پالیسي پریښوده او د تړونو يي هرکلی وکړ. په تېرو ۱۶ کلونو کې چې امریکا او ناټو په افغانستان کې پراخ او هر اړخیز شتون لری، افغانستان د هوايی ځواک خاوند نه شو. په تړونونو کې له ژمنو سره سره امریکا پر افغانانو باور نه لري چې پرمختللي پوځي وسلې ورکړي، داسې وسلې چې افغانستان لږ تر لږه د ګاونډیانو لکه پاکستان او ایران سره سیال کړي.
بلخوا په دې تړونونو سره د افغانستان ګاونډي او د سیمې نور هېوادونه سخت وپارېدل او په کور دننه د دغو هېوادو د استخباراتو کړۍ لافعالې شوې. افغانستان چې مخکې هم د دغو هېوادو د خپلمنځي سیالیو او نیابتي جګړو ډګر وو، لا نور هم د سیالیو پراخ میدان وګرځید. د استخباراتو په برخه کې د امریکا مرسته په هیڅ حساب ده. که افغانستان د استخباراتو په برخه کې د امریکا او ناټو د پاموړمرستو او تجربو برخمن وای، ترهګر به مخکې له دې چې په افغانستان دننه عملیات ترسره کړي، د پولې په برید او یا په روزنغالو کې له منځه وړل شوی وای.
د پخواني ولسمشر دوکټور نجیب الله په مهال، کابل د پنجاب په زړه کې د افغانستان دوښمنان په نښه کولای او له منځه وړلای شول. استخبارات د حکومت سترګې او پنځګوني حواس دي چې له هغو پرته حکومتونه په تیارو کې لار وهي او منزل ته نه رسي!
دا راز که د طالبانو، القاعده او نورو ترهګرو سره د مبارزې په اړه هم د اوباما تګلار او کړچار وکتل شي، نه یوازې دا چې افغانستان او سیمه خوندي نه شوه، بلکې د داعش په نوم د ترهګرو نوې ډله راوټوکېده چې د پاکستان له لارې يي افغانستان او ټوله سیمه وارختا کړې ده.
اوباما او میرمن کلینټن په دې هم تورن دي چې دوی د داعش تر شا ولاړ دي. دا تور نه یوازې نور لګوي، بلکې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرومپ هم ورته نظر لري، خو دیموکراتان تر اوسه نه دي توانېدلي چې داسې تورونه سپین کړي.
بېنظیر بوټو د پاکستان پخوانۍ لومړي وزیرې په ۲۰۰۰ کال کې د فیګورو نومې خپرونې سره په مرکه کې ویلي وو«د طالبانو غورځنګ د انګریز په فکرجوړشوی چې عربانو مالي مرسته کړې او پاکستان پلی کړی دی»!
پاکستاني لوړپوړو واکمنو د پاکستان په خاوره کې د طالبانو، حقاني شبکې او د نورو شتون په اړه چې افغانستان کې جګړه مخته وړي په یوه یا بله بڼه تل څرګندونې کړې، خو امریکا پرې غوږونه کاڼه اچولې، یوازې په رسنیو کې کله ناکله نیوکه کوي او په داسې بابېزه نیوکو سره يي د افغانستان جګړه ۱۶ کاله توده ساتلې.
که دیموکراتانو غوڅ اقدام غوښتلای، ۸ کلونه کاقي وخت وو چې د افغانستان جګړه يي یوخوا کړی او ګټلای وای.
د امریکا دفاع وزارت ویاند پیټر کوک وايی:« افغانستان تر اوسه هم یو خطرناک هېواد دی. ستونزې تر اوسه هم په خپل ځای دي. فکر کوم په دې اړه مو د ولسمشر خبرې اورېدلي دي. موږ له افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکو ترڅو پیاوړي شي. او دا یو مهم ماموریت دی»
دلته هم ګورو امریکايي چارواکي ډېر عام او په اصطلاح د پولې پر سرغږیږي، د جګړې د پای وړاندیز، پلان او لرلید نه تر سترګو کیږي!
۱۶ کاله مخکې کله چې دوی افغانستان ته راغلل هم افغانستان یو خطرناک هېواد وو، له ۱۶ کلونو وروسته هم خطرناک دی، دا چې دا خطر به څه وخت پایته رسیږي، د هیڅ پلان او تګلار څرک نه لېدل کیږي. یوازې دا عامه جمله چې دوی به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، خو دا چې څه ډول ملاتړ او ولې غوڅ او پریکنده ملاتړ نه، هیڅ څرګندونه او ژوره څېړنه نه وړاندې کیږي؟ په داسې بیان او دلیل سره امریکايي چارواکي د افغانستان جګړه تلپاتې او ابدي ځلوی ترڅو دوی هم د داسې جګړې په لامل، دلته تل پاتې وي!
موخه باید دا وي چې که امریکا غواړي دلته پاتې شي پاتې دې وي، خو دا پاتېکېدا باید د دوه خپلواکو هېوادو د متقابلو ګټو په چوکاټ کې وي. افغانان ولې د امریکا د ګټو لپاره، د خپلو سرونو په بیه د ګاونډیانو اوسیمې دوښمنې واخلي. د افغانستان د ګټو له مخې داسې تلپاتې جګړې ته هیڅ اړتیا نه لېدل کیږي!
د دیموکراتانو له تګلار څرګندیده چې د افغانانو د سر په بیه د سیمې هېوادونه د ځان تابع کړي، خو افغانانو د داسې هیلې او پلان لپاره امریکا سره ستراتیژیک او امنیتي تړون نه دی لاسلیک کړی، بلکې هغه يي د خپلو اړتیاوو لپاره چې البته په افغانستان او سیمه کې د امریکا روا ګټې هم په پام کې لري، منلای دی!
د ستراتیژیک او امنیتي تړون په ګډون امریکا سره د ټولو اړیکو په اړه بیا کتنې ته اړتیا لېدل کیږي. دیموکراتان چې د داعش او نورو ترهګرو په ملاتړ تورن او پړ دي او واک جمهوریپالو ته سپاري، دا يی وخت دی چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له نوي مشرتوب سره د افغانستان د جګړې د پایته رسېدو په اړه غوڅې او څرګندې خبرې وشي.
امریکايي دیموکراتان په ټاکنو کې د خپلې وروستۍ ماتې پړه هم پر نورو اچوي!
بلخوا که امریکايي دیموکراتان د افغانستان د جګړې په ادامي پړ دي او خپل ګریوان د افغانانو له منګولو نه شي خلاصولای، هغه افغاني مشران هم ځان له مسولیته نه شي بچولای چې د جګړې په غځيدو کې يي ناغیړې کړی او د امریکا هرې نادودې ته يي well come ویلای دی!
کلونه ډېر تېر شول، افغانانو زیات تلفات ولېدل، د جګړې د پای لپاره د غوڅې او پریکنده پریکړې شېبه رارسیدلې ده.
د ۲۰۱۷ کال د جنوري ۷ مه
 سرلوڅ مرادزی